Connect with us

لوبی

د فیفا نړیوال جام د یوې ورځ په سیالیو کې څوارلس ګولونه ووهل شول

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۹, ۱۴۰۱

د دوشنبې ورځ د نومبر ۲۸ د فوتبال نړیوال جام مینه والو ته یوه پر زړه پورې ورځ وه؛ ځکه، چې په ۴ لوبو کې څوارلس ګولونه ووهل شول.

د ورځې په لومړۍ لوبه کې کامرون له صربیا سره ۳-۳ مساوي شول. ګانا بیا دوه یمه لوبه د سویلي کوریا پر وړاندې ۳-۲ وګټله او د لومړي ځل لپاره یې په ټورنمنت کې نمرې ترلاسه کړې.

دا په درې لسیزو کې لومړی ځل و، چې د نړیوال جام د یوې ورځې په لوبو کې له ۵ ډېر ګولونه ترسره کیږي. له دې مخکې د ۱۹۹۰ ز.کال په نړیوال جام کې چک جمهوریت او سلواکیا امریکا ته ۵-۱ ماتې ورکړې وه او د همدې کال د جون پر لسمه جرمني یوګوسلاویا ته ۴-۱ ماتې ورکړې وه.

د دوشنبې پر ورځ په درېیمه لوبه کې برازیل سویس ته ۱-۰ پر توپیر ماتې ورکړه او په دې ورځ یې د ګولونو شمېر ۱۲ ګولونو ته لوړ کړ. د دې لوبې یوازنی ګول کاسمیرو وواهه.

د نن ورځې په وروستۍ لوبه کې پرتګال ۲-۰ یوروګوای ته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې برونو فرناندز دوه ګولونه وکړل.

چارواکي او مینه وال په قطر کې د دې پېښو لیدلو ته لیواله ول.

یو مینه وال تویت کړی: د فوتبال څومره یوهلیونۍ ورځ!

یو بل لیکلي: نن په نړیوال جام کې څه تېریږي، زما ورځو!

درېیم لیکلي: فوتبال نن رښتینی نه و.

د نړیوال جام سیالۍ څنګه کتلی شئ؟

د فوتبال مینه وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه وګوري.

د سیالیو د مهالوېش د لیدلو لپاره دا ځای کېکاږئ.

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!