سیمه ییز خبرونه

د كابل لپاره ځانګړې شوې بودجه دوه برابره زياته شوې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې له لوري د راتلونكي لمريز كال د ملي بودجې د طرحې د ردولو يو دليل دا وو، چې د كرنې او مالدارۍ وزارت په پرمختيايي بودجې كې د پام وړ كموالى راغلى دى.

د كرنې او مالداري وزير آصف رحیمي وايي، كه څه هم په ۱۳۹۳ كال كې د دې وزارت پرمختيايي بودجه كمه شوې، خو د كابل د كرنيزو پروګرامونو لپاره، چې تېر كال ورته ۱۵ اعشاريه څوارلس ميليون ډالر بېل شوي وو، ۳۲ ميليون ډالرو ته زيات شوي دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، په كابل كې د كرنې او اوبو لګولو ۴۸۵پراختيايي پروګرامونه نه دي بشپړ شوي له همدې امله په راتلونكي كال كې د دې ولايت لپاره ځانګړې شوې بودجه دوه برابره زياته شوې ده.

بل خوا د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان د اوږدې مودې لپاره د كرنيزو ځمكو پر اجاره وركولو نيوكه كوي او وايي، د ځمكې ځينې مافيا د كرنې د ودې په پلمه د حكومتي ځمكو د اجارې اخيستو له لارې پر دې ځمكو ښارګوټي جوړوي.

كه څه هم د كرنې وزارت په روان كال كې د خپلې پرمختيايي بودجې څه باندې اويا په سلو كې بشپړه كړې، خو ټولو تر سره شويو هڅو ته په پام سره لا هم افغانستان د غنمو د توليد په برخه كې پر ځان بسيا شوى نه دى.

Trending

Exit mobile version