سیمه ییز خبرونه
پر يوه بهرني شركت د موټر بم په بريد كې لږ تر لږه پنځلس كسان ټپيان شول
په كابل كې د بيا رغونې او لوژيستيك پر يوه بهرني شركت د موټر بم په بريد كې لږ تر لږه پنځلس كسان ټپيان شوي دي.
د كابل د امنيې قوماندانۍ مرستيال وايي چې ټپيان ټول د همدغه شركت كاركوونكي دي. ويل كېږي په دغه چاودنه كې د شركت رئيس هم ټپي شوى دى.
د دوشنبې په ورځ ( د ليندى ۲۷ ) غرمه مهال د كابل په ختيځ كې د بيا رغونې او لوژيستيك بهرنى شركت د ځانمرگي بريد ښكار شو.
په سيمه كې عيني شاهدان وايي:
چاودنه ډېره زوروره وه او تر لرې ځايه يې غږ اورېدل شوى دى.
كه څه هم د كابل د امنيې قومندانۍ د مسئولينو په وېنا په دغه بريد كې د شركت پنځلس كسان ټپيان شوي دي، خو د شركت يوه كار كوونكي په ټپي حالت كې آريانا ټلويزيون ته وويل، چې ښايي زيان تر هغه ډېر وي چې اوس يې تصور كېږي.
د امنيې قومندانۍ مرستيال جنرال داوود امين وايي:
د كانترك په نوم دغه بهرني شركت د افغانستان د ملي دفاع وزارت سره د لوژيستيك په برخه كې تړونونه درلودل.
وېل كېږي چاودنه په موټر كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو پر مټ شوې ده.
وسله وال طالبان وايي:
بريد دوى كړى او په ترڅ كې يې ډېرو بهرنيانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
پدې وروستيو كې په افغانستان كې وسله والو مخالفينو څو مهم ځايونه د موټر بمونو په واسطه په نښه كړل.
څه موده مخكې همدا ډول چاودنه د وردگو په مركز ميدانښار كې وشوه، چې تر سلو نظامي او ملكي كسان پكې ټپيان شول.