تازه خبرونه

د ملامنصور د وژنې په اړه غبرګونونه شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

امریکايي چارواکو د ملا اختر محمد منصور د وژنې په هکله غبرګونونه ښودلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي چې ملا منصور د افغان او امریکايي ځواکونو له پاره ستر ګواښ و. دغه راز مخکښ سناتور جان مکین د ملا منصور په وژنه خوښي ښودلې ده.

کله چې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د افغان طالبانو د رهبر ملا اختر محمد منصور د وژنې رپوټونه خپاره شول، په هکله یې بېلا بېل غبرګونونه را پورته شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ملا اختر محمد منصور د افغان او امریکايي سرتېرو له پاره لوی سرخوږی و.

جان کري: “تېره ورځ امریکا دقیق برید وکړ او د طالبانو رهبر یې د افغانستان او پاکستان په پوله په نښه کړ. هغه د افغان او امریکايي سرتېرو له پاره لوی سرخوږی و.”

جان کري ویلي چې ملا منصور د سولې مخالف و: “سوله هغه څه ده چې مونږ یې غواړو، منصور په دغه لاره کې خنډونه جوړول، افغانان له کلونو راهیسې په کړاو کې دي، خو نوموړی د سولې سخت مخالف وو.”

په همدې وخت کې د منصور وژنه د امریکا د مخکښ سناتور جان مکین له پاره یو په زړه پورې خبر ګڼل شوی دی: “زهددغه خبر هرکلی کوم چې ملا منصور ختم شو. زه د امریکا دغه پیجلي عملیات ستایم له دې سره به افغانان او امریکایان په سوله کې ژوند وکړي.”

پنتاګون هم په خپل غبرګون کې ویلي چې ملا منصور د ټولو هغو بریدونو تر شا وو چې په کابل او ټول افغانستان کې شوي دي: “ملا اخترمحمد منصور په ټولو هغو بریدونو کې لاس درلود چې په کابل او ټول افغانستان کې تر سره شوي دي. نوموړی د افغان او ایتلافي ځواکونو له پاره ستر ګواښ و. دی د سولې د خبرو کلک مخالف و.”

کارپوهان وايي چې د ملا منصور له وژنې سره به وسله وال طالبان د رهبرۍ له تشې سره مخامخ او په څو ډلو به ووېشل شي. تر دې مخکې هم وسله وال طالبان په دوو لویو ډلو وېشل شوي وو.

Trending

Exit mobile version