Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

د ملګرو ملتونو اقلیمي بدلون کنفرانس ته د افغانستان نه بلنه له خلکو سره جفا او ظلم دی

خپور شوی

د

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په عربي متحده اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت د استازي نه بلنه د افغانستان پر وړاندې لوی ظلم او بې عدالتي یاده کړې ده.

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه، چې د COP28 په نوم یادیږي نن (پنجشنبه د لیندۍ ۹ ) په دوبۍ کې جوړ شو.

په یوه بیان کې ، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دې غونډې ته د خپل استازي پر نه بلنه اعتراض کړی راغلي؛ د اقلیم بدلون نړیوال اقدام ته اړتیا لري.

​په دې اعلامیه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مبارزې، د ځمکې په اتموسفیر کې د ګلخانه‌یي ګازونو د غلظت ساتلو او د مهمو پرېکړو او تصامیمو نیولو په موخه هر کال د (COP) تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړوي، چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه هغه هېوادونه، چې د اقلمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه متاثر شوي، خپلې ستونزې او ګواښونه د صنعتي او پرمختللو هېوادونو له مشرانو سره شریکوي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي او خپل حق ترلاسه کړي.

دې ادارې په خپل بیان کې لیکلي، چې د اسلامي امارت استازی د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په غونډه کې د سیاسي دلایلو له کبله له ګډون منع شوی دی.

دغه راز څرګنده شوې، چې له بده مرغه په یاد کنفرانس کې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړ شوی؛ سره له دې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د (COP) غونډې اهمیت ته په کتو په منظم ډول له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي او مبارزې په برخه کې خپل جامع پلان جوړ کړی و، چې په هغه کې د افغانستان دریځ او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه د متاثرو خلکو موجوده اړتیاوې، د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی، د اقلیمي بدلون له مالي میکانیزمونو څخه د مرستو راجلبول، د پاریس تړون د تعهداتو مطابق د افغانستان د ملي مشارکت سند وړاندې کول، د تعلیق شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره هلې ځلې او په ټوله کې له اقلیمي بدلون سره جوړجاړی او مبارزه شامل ول، چې دې کنفرانس ته وړاندي شوې وای؛ خو په خواشینۍ، چې د سیاسي ملحوظاتو له کبله افغانستان له ګډونه بې برخي شو.

دا څرګنده ده، چې اقلیمي بدلون او د نړیوالې تودوخې زیاتوالی اوس‌مهال په نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې یو له خورا مهمو چاپېریالي ننګونو څخه ګڼل کیږي؛ د تودوخې لوړوالی، د طبیعي یخچالونو ویلي کیدل، په نړیواله کچه د اوبو د سطحې لوړېدا، وچکالي، د طبيعي پېښو رامنځته کېدل او د انساني او حیواني ناروغیو زیاتوالی یې له پایلو څخه دي. په داسې حال کې، چې د ګلخانه یي ګازونو په خپرېدا کې د افغانستان ونډه یوازي  ۰.۰۸ سلنه ده. دا د نړۍ د نورو هېوادونو پر پرتله ډېره کمه ده؛ خو د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له کبله په نړۍ کې شپږم زیانمن شوی هېواد دی .

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛ د اقلیمي بدلون له کبله د افغانستان زیانمنتیا به د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خراب کړي. لکه څنګه، چې وينو په هېواد کې غیر موسمي بارانونو ، سېلابونو او سړو څپو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. دا وضعیت ښیي، چې اقلیمي بحران به منفي اغېزه وکړي او ان بېړنی بشري بحران به رامنځته شي. لکه څنګه، چې ملګرو ملتونو ویلي، د ګازونو د خپرېدا د کمولو او له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي لپاره له اغېزمنو هڅو پرته بشري مرستې یوازې یو لنډ‌مهاله حل دی. له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره سرچینو او دوامداره هڅو ته اړتیا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کیدونکیو بحرانونو مخنیوی وشي.

دې ادارې ویلي: اقلیمي بدلون یوازي د افغانستان ځانګړې ستونزه نه‌ده؛ دا یوه لویه نړیواله او سیمه‌ییزه مسله ده، چي پر وړاندي یې د نړیوالو مشترکو عملي اقدماتو اړتیا لیدل کیږي. که په دې بر خه کي لږ څه ناغیړي هم وشي پایلې به یې ټوله نړۍ له ګواښ او بحران سره مخ کړي، چي بیا به یې جبران ناشونی وي.

په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو نه‌ګډون او مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي پر وړاندې خنډونه او د اقلیمي بدلون په برخه کي د پروژو نه تطبیق د دې هېواد له خلکو او ملت سره ستره جفا او ظلم دی، چي افغانان باید له خپلو دې حقوقو څخه محروم نه‌شي.

دغه راز اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې هیله کړې، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته په افغانستان کې له دې نړیوالې پدیدې سره د مبارزې لپاره خپلې مرستې روانې وساتي او په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو ګډون یقیني کړي.

ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو او ناوړه اغېزو پر وړاندي لازم اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کي د خپلو محدودو سرچینو پر کارولو ژمن دی، چې ټاکل شویو موخو ته ورسیږي.

د هوا حالاتو بدلونونه

د پاکستان شمال لویدیځ کې ویجاړوونکو سیلابونو د مرګ او ژوبلې وېره رامنځته کړې

دې له ۱۵۰ ملي مټر څخه زیات یوه ساعت؛ خو پرله‌پسې باران داسې سېلاب رامنځته کړ، چې نه یوازې یې کلي او کورونه ویجاړکړل، بلکې د مرګ او ژوبلې وېره هم ورسره مل شوه.

Published

on

floods in KP

بېساري اورښتونو او سېلابونو ټوله خیبر پښتونخوا (KP) ونیوله او په ځانګړي توګه یې د بونیر په اړوند سیمه کې د یکشنبې تر سهار لږ تر لږه ۳۳۷ کسان مړه کړي او ډېر نور ورک دي.

دې له ۱۵۰ ملي مټر څخه زیات یوه ساعت؛ خو پرله‌پسې باران داسې سېلاب رامنځته کړ، چې نه یوازې یې کلي او کورونه ویجاړکړل، بلکې د مرګ او ژوبلې وېره هم ورسره مل شوه.

د باران دا ناڅاپي شېبه بېسارې ده او تر دې دمه لیدل شوې نه‌وه.

د ښوونځي یو ځایي ښوونکی عزیز احمد نومي ویلي؛ هغه شېبه یې نه‌هېریږي، چې له ویجاړیو ډک سېلابونه له غرونو راووتل.

یوازې په بونیر کې ۲۰۷ کسان مړه شول او لسګونه نور درک او د اوبو، خټو او ډبرو لاندې، چې ډېر کورونه او کلي یې ویجاړ کړي؛ ښخ شوي دي.

لرې پرتې سیمې په ځانګړي توګه د بایشونای کلی، چې د ژغورنې د ډلو ورتګ ته پر تمه دي؛ په ویجاړیو کې دوب دی، ژوندي پاتې شوي کسانو هر څه له لاسه ورکړي او د مرستې هیله لري.

په ټوله خیبر پښتونخوا کې سېلابونو او ځمک‌‌ښویېدنې کلیو او بېخبناوو ته زیان ورساوه.

د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د موسمي بدلونونو له کبله بارانونه زیات شول او لویدیځ لوري ته وګرځېدل، چې دا ویجاړۍ له اقلیم بدلون سره تړاو لري.

په یوه بل راپور کې چارواکو منلې، چې په پراخه خیبر پښتونخوا سیمه کې لږ تر لږه ۲۷۴ کسان مړه شوي دي. په داسې حال کې، چې د چورلکو د ژغورنې هڅې له غمیزې سره مخ شوې دي؛ یوه چورلکه  د مرستې پر مهال راولوېده، چې د هغې دعملې ټول پېنځه غړي مړه شول.

له دې ناورین څخه د رامنځته شوي ځاني زیانونو کچه هره ورځ مخ پر زیاتیدو ده.

د فرانسې خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې د ۳۴۰ څخه ډېره مړینه تائید شوې او سلګونه نور ورک دي.

ټول سړکونه، کورونه او دوکانونه له منځه تللي، چې چارواکي یې ډله‌ییزو بېړنیو ښخولو او بېړني بشري غبرګون ته اړ کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې چارواکو په ډېرو خطر لرونکو سیمو کې د بیارغونې، مالي ملاتړ او د ځای پرځای کولو د پروګرام پیلولو ژمنه کړې او د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په ایران کې د سختې ګرمۍ له کبله دولتي دفترونه او بانکونه وتړل شول

د ایران هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه د ۹ هغو لپاره نارنجي خبرداری خپور کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې په ځینو سیمو کې د سانتي‌ګراد تر ۵۰ درجو (۱۲۲ فارنهایټ درجې ) پورې تودوخه ورسېږي.

Published

on

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛  په ایران کې د تودوخې سختې څپې د دې هېواد د اوبو او برښنا پر سرچینو فشار راوړی او چارواکي اړ شوي، چې د چارشنبې پر ورځ (د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) په پلازمېنه تهران او څو نورو ولایتونو کې د دولتي دفترونو او بانکونو د تړلو سپارښتنه وکړي.

د ایران هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه د ۹ هغو لپاره نارنجي خبرداری خپور کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې په ځینو سیمو کې د سانتي‌ګراد تر ۵۰ درجو (۱۲۲ فارنهایټ درجې ) پورې تودوخه ورسېږي.

که څه هم په دوبي کې د ایران د تودوخې درجې لوړېدل عام دي؛ خو پرله‌پسې وچکالۍ د اوبو رسولو کمښت راوستی او د هېواد د برښنا شبکه نشي کولی په کورونو او کاري دفترونو کې د سړولو تجهیزاتو لپاره د زیاتې غوښتنې ځواب ووایي.

د چهارشنبې پر ورځ به په مازندران، مرکزي، یزد، سمنان، کرمانشاه، خراسان رضوي او همدارنګه پلازمېنه تهران کې بانکونه، دولتي دفترونه او نورې عامه ودانۍ وتړل شي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي: ” د چارشنبې پر ورځ به په ولایتونو او تهران کې د تودوخې د زیاتوالي او د انرژۍ د لګښت د مدیریت له کبله د اجرائیوي ادارو دروازې وتړل شي.”

دغه راز  روغتیایی تاسیسات، خصوصي شرکتونه او د بانک ځینې څانګې به خپل فعالیتونه روان وساتي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ، چې د هېواد د اوبو ډېر لګښت د پایښت وړ ندی او کېدی شي د سپټمبر تر میاشتې د تهران په ګډون په ځینو ښارونو کې د اوبو سخت کمښت رامنځته کړي.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د تودوخې له یوې سختې څپې وروسته د ایران څو ولایتونو د اوبو او برښنا د سپمولو لپاره هم څو ورځې دولتي دفترونه تړلي وه.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

د سختو بارانونو له کبله د بیجینګ له شاوخوا سیمو ۴۴۰۰ کسان بې‌ځایه شول

سي سي ټي وي دولتي خپرونې راپور ورکړی، چې د بیجینګ په میون ښارګوټي کې سختو بارانونو سیلابونه او ځمکې ښویېدنې رامنځته او ډېری کلي یې اغېزمن کړي دي.

Published

on

چینایي چارواکو ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ(د زمري شپږمه) د بیجینګ په شاوخوا سیمو او د چین په شمالي ولایتونو کې سخت بارانونه روان دي، چې د طبیعي پېښو خطر یې زیات کړی؛ د ځمکې ښویېدنې او سیلابونو له کبله لږ تذ لږه ۴۴۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

سي سي ټي وي دولتي خپرونې راپور ورکړی، چې د بیجینګ په میون ښارګوټي کې سختو بارانونو سیلابونه او ځمکې ښویېدنې رامنځته او ډېری کلي یې اغېزمن کړي دي.

د چین په وی‌چیټ اپلیکیشن کې خپاره شوي انځورونه د میون ځینې برخې ښیي، چې موټرونه د سیلاب د اوبو پرسر لامبو وهي او د اوبو کچه دومره لوړه شوې، چې د استوګنې د یوې ودانۍ یوه برخه اوبو لاندې کړې ده.

د سي سي ټي وي د څرګندونو له مخې؛ په سیمه کې له ۱۰ زره څخه د ډېرو خلکو برښنا پرې او ترې اغېزمن شوي دي.

شمالي چین په وروستیو کلونو کې بې‌ساري بارانونه لیدلي، چې د بیجینګ په ګډون ګڼ‌مېشتي ښارونه یې د سیلاب له خطر سره مخ کړي دي.

ځینو ساینس پوهانو د چین په شمال کې د بارانونو زیاتوالی له نړیوالې تودوخې سره تړاو لري.

د چین مرکزي ټلویزیون د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د میون زیرمو ته نږدې د شیچینګ ښار د شیوانزي کلي ته سخت زیان رسیدلی او ۱۰۰ کلیوال یوه لومړني ښوونځي ته لیږدول شوي دي.

دا پیښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د بیجینګ چارواکو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د میون زیرمو ته د سیلابونو لوړ جریان په هره ثانیه کې ۶ زره ۵۵۰ مکعب مټره ریکارډ ته رسیدلی دی.

په ګاونډي شانشي ولایت کې د دولتي رسنیو ویډیوګانو ښودلې، چې سړکونه ځواکمنو سیندونو او بوټو ډوب کړي؛ کرنیز محصولات او ونې یې لاندې کړي دي.

د خلکو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې چارواکي د ډاټونګ په ګډون په ټولو ښارونو کې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کوي، چې د فورډ موټر چلوونکي د سیلاب اوبو له لارې د موټر چلولو پرمهال اړیکه له لاسه ورکړه.

د چین د اوبو سرچینو وزارت د بېجینګ او ګاونډي هیبي ولایت په ګډون ۱۱ ولایتونو او سیمو ته د کوچنیو او منځنیو سیندونو او غرنیو سیلابونو له کبله د سیلاب خبرداری ورکړی دی.

سي سي ټي وي د یکشنبې پر سهار راپور ورکړ، چې په هیبي ولایت کې دوه کسان مړه شوي او دوه نور ورک دي. د شپې باران په فوپینګ کې، چې د باوډینګ صنعتي ښار دی؛ په ساعت کې ۱۴۵ ملی مټره (۵.۷ انچه) ریکارډ ته رسیدلی.

د چین ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې سمدلاسه یې د هیبي ملاتړ ته ۵۰ میلیونه یوان (۶.۹۸ میلیون ډالر) ځانګړي کړي دي.

دا پیسې به په ناورین ځپلې سیمې کې د زیانمنو سړکونو او پلونو، د اوبو ساتنې بندونو، ښوونځیو او روغتونونو د رغونې لپاره ولګول شي.

چینایي چارواکي د درندو بارانونو او سیلابونو څارنه کوي؛ ځکه، چې د هېواد زاړه دفاعي بندونه  ننګوي، میلیونونه خلک د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ کوي او د چین د ۲.۸ ټریلیون ډالرو کرنیز سکټور ویجاړوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!