تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل په یوه رسټورانټ کې چاودنه وغندله
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نههویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ هغه برید وغانده، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه رسټورانټ شوی، چې له کبله یې د یوه چینایي په ګدون اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو نور ټپیان شول.
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نههویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.
د دې برید پړه داعش خراسان ډلې منلی، چې له کبله یې شپږ افغان وګړي او یو چینایي ووژل شول او یو شمېر نور کسان د یوه ماشوم په ګډون ټپیان دي.
امنیت شورا د افغانستان او چین له خلکو او حکومتونو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې؛ د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشیني شریکه کړه او ټپیانو ته یې د چټک او بشپړې رغېدا هیله وکړه.
امنیت شورا خپل پخوانی دریځ بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو کې اوس هم د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دی.
دې شورا ټینګار کړی، چې د ترهګریزو کړنو ټول مسوولان؛ عاملین، تنظیموونکي، تمویلوونکي او ملاتړ کوونکي باید له پېژندلو وروسته د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
د دې شورا په خبرپانه کې له ټولو هېوادونو وغوښتل شول، چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو سره سم د ترهګرۍ پر وړاندې له اړوند چارواکو سره همکاري وکړي.
د شورا غړو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ ټول اعمال جنایي او د توجیې وړ ندي. که هر ډول انګېزه یا شرایط ولري. دې شورا د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، د کډوالو نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون پر بنسټ د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ.
د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا چاودنه د کابل په یوه چینایي رسټورانټ کې شوې ده. د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې دا چاودنه پر ځايي وخت شاوخوا د مازدیګر پر درې بجو رامنځته شوې او د پېښې د لاملونو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.