تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو کاري ډلې د افغانستان د سېلاب ځپلیو سیمو د ارزونې لپاره وګمارل شوې
په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله له ۸۲۰۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې اغېزمنو سیمو ته د ارزونې ډلې ګمارلي، چې اړتیاوې پر ګوته کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل؛ کاري ډلې مو خلکو ته د ژوند ژغورنې د مرستو په ګډون خواړه ، اوبه، روغتیا ساتنې، خیمو، روغتیایي پاملرنې خدمتونه ، رواني ټولنیز ملاتړ او نور اړین توکي چمتو کوي.
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د چارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۱۸۲ تنه مړه شوي او له ۲۵۰ ډېر ټپیان دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ سېلابونو سلګونه کورونه ویجاړ کړي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې او زرګونه څاروي یې له منځه وړي دي.
دغه راز پر دې سربېره زرګونه کورنۍ اغېزمنې شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه وزارت وايي، په داسې حال کې، چې له زیانمنو کسانو سره طبي مرستې شوي؛ خو دا مرستې کافي ندي.
د افغانستان حکومت له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له زیانمنو شویو سره دې مرستې وکړي.