Connect with us

تازه خبرونه

د ناقانونه ناستو د تر سره کېدا موخه د هېواد او نظام کمزوري کول دي ـ ستانکزی

خپور شوی

د

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د هېواد او نظام د کمزوري کولو لپاره له افغانستان څخه بهر ناقانونه غونډې کېږي.

د شېرمحمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې د اسلامي امارت د سیاسي مخالفانو د هغې غونډې په غبرګون کې شوي، چې تېره اوونۍ په مسکو کې جوړه شوې وه.

ستانکزي د کومندو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ویلي: نن مونږ آزاد یوو. سرحدونه زمونږ په واک کې دي؛ د دې هېواد ښه او بد زمونږ دي؛ خو د دښمن دسیسې پای ته نه‌دي رسېدلي. دښمن اوس هم دسیسې جوړوي؛ دښمن په کمین کې دی؛ دښمن هره ورځ مونږ ته پلمې لټوي. هره ورځ مونږ او زمونږ حکومت د کمزوري کولو او زمونږ د بدنامولو لپاره خپل ناوړه اهداف پرمخ وړي.

هغه زیاته کړې: په شاوخوا او ګاونډ هېوادونو کې د هېواد، نظام او اردو د کمزوري کولو لپاره ناقانونه غونډې جوړېږي… زه پر بشپړ ټینګار وایم، چې د هغو تاریخ تېر شوی دی. د افغانستان خلک دوی ته د یوه توت ارزښت هم نه‌ورکوي. دوی خپله ازموینه ورکړې ده. د دوی هر یو په څارنوالۍ او عدلیې وزارت کې د ۲۰ یا ۳۰ میلیون دالرو دوسیه لري. دوی هر یو غلا کړې او وروسته بیا بهر ته  تښتیدلي دي.

شېر محمد ستانکزي ټینګار کړی، چې د افغانستان بهرني دښمنان له هرې شونې لارې د نظام د کمزوري کولو هڅه کوي؛ ځکه دوی په افغانستان کې یو پیاوړی نظام د ځان لپاره ګټور نه‌بولي.

د ده د څرګندونو له مخې؛ افغانستان له ګڼو ستونزو او خطرونو سره مخ دی او اسلامي امارت دې جبهه‌یي  جګړې ته ځان چمتو کړي.

هغه ويلي: پخوا به مونږ چريکي جګړه کوله؛ نن به جبهه‌یي جګړې ته ځان چمتو کوو. دا یوه اړتیا ده. کله، چې مونږ ځواکمنه او پر ځان‌بسیا اردو ولرو؛ دښمن به مونږ ته پر کږه سترګه ونه‌ګوري او دسیسې به نه‌جوړوي. که مونږ کمزوری اوسو؛ دوی به دسیسې جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم ويلي، چې د اشغال پر وړاندې د بري ترلاسه کولو لپاره د تېرو دوه لسيزې جګړه مو په نړۍ کې بې ساري وه. هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوس خپلواک دی؛ خو بیا هم هره ورځ دښمن په کمین کې دی.

تازه خبرونه

امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي سره پر سیمه‌ییز وضعیت خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د پوځي تېري پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.

نوموړي همداراز ورسره د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا د وروستیو بریدونو په اړه نه یوازې د افغانستان اسلامي امارت دریځ شریک کړ، بلکې ټینګار یې کړی، چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سوله‌ییز حل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي، چې د کړکېچ سطحه لوړه نشي؛ خو د هېواد او خلکو دفاع هم خپل حق بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د چین ځانګړي استازي د پاکستان د وروستیو بریدونو له کبله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د حکومت د خواشینۍ اوخواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، چې ورسره د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نشي.

هغه ټینګار کړی؛ چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي، چي د دواړو ګاونډ هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی راکم او رغنده اړیکې رامنځته شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف

یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووه‌لسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.

Published

on

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو لپاره یې د ښځو د ستونزو اړوند زرګونه شکایتونه ارزولي او څارلي دي.

یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووه‌لسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.

 د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې شکایتونو څخه ۳۴۸۱ قضیې ارزول شوې دي او یوازې په تېره اوونۍ کې د کورني تاوتریخوالي ۷۳ قضیې او د جبري واده د ۹ قضیو مخنیوی او د ۱۵ ښځو د میراث حق خوندي شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا ټینګار هم شوی، چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې؛ د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو او د هغوی پر وړاندې د ظلم او بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

دې وزارت له هېوادوالو غوښتي؛ که د ښځو د حقونو له سرغړونو یا کورنیو ستونزو سره مخ شوئ؛ نو خپل شکایتونه اړوند چارواکو ته وړاندې کړئ، چې ورته رسېدنه وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ

فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”

Published

on

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې پر ورځ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا له نارسمي غونډې وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.

فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”

هغه یادونه کړې؛ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې څو غړي هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې هېوادونو کې ثبات د دوی لپاره اړین دی.

فیدان زیاته کړې، چې د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه هم بحث کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!