تازه خبرونه
د ناکامورا د اوبو لګولو پروژې بشپړولو لپاره یوه جاپاني انجنیر افغانستان ته سفر کړی
جاپاني رسنیو څرګنده کړې: د دغه هېواد یوه متقاعد انجنیر د جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې څلور کاله مخکې ووژل شو؛ د اوبو لګولو د پروژې بشپړولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.
د اساهی شیمبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ناکامورا د شاړو ځمکو د پر کروندو بدلولو او د جګړې، بېوزلۍ او ناروغیو له کبله د ځپل شویو خلکو په درملنه کې هم له ځانګړي شهرته برخمن و.
په افغانستان کې د ناکامورا د اوبو لګولو پروژه له هغې وروسته بنده شوه، چې نوموړی د ۲۰۱۹ ز. کال د ډسمبر پر څلورمه د ۷۳ کلونو پر عمر په یوه وسلوال برید کې ووژل شو؛ خو ۷۳ کلن نوریو اوا او څو نورو کسانو د ناکامورا د اوبو لګولو پروژه، چې شاړې او وچې سیمې یې پر شنو سیمو بدلې کړي روانه وساتله.
نوریو اوا ویلي: مونږ به خپله هڅه، تجربه او پوهه له ځایي کارپوهانو سره شریکه کړو او له هغې څخه به پوره ګټه واخلو؛ خو دا وس نهلرو، چې خلک د ډاکټر ناکامورا له وړتیا او مینې بېرته برخمن کړو.
د سپټمبر په میاشت کې، اوا د افغانستان د ختیځ د اوبو لګولو د کانال جوړولو ځای ته ورسېد؛ هلته، چې د غره په لمنه کې د ۴ اعشاریه ۳ کیلومټره اوبو کانال جوړ شوی و.
نوریو اوا د نږدې څلورو کلونو لپاره د جاپان په فوکوکای ټولنه کې د میشت نادولتي بنسټ پېښور-کای د انجنیرۍ ډلې غړی و.
ناکامورا په افغانستان کې د دې ټولنې د سیمهییزو عملیاتو مشري کوله.
اوا ویلي: باورولی مې نهشوه، چې (ناکامورا) دومره لویه پروژه پخپله طرحه او ډیزاین کړې ده.
اوا غوښتل له تقاعد وروسته له ناکامورا سره مرسته وکړي؛ خو له لېدو مخکې ناکامورا ووژل شو.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
