تازه خبرونه

د ناکامورا د اوبو لګولو پروژې بشپړولو لپاره یوه جاپاني انجنیر افغانستان ته سفر کړی

Published

on

جاپاني رسنیو څرګنده کړې: د دغه هېواد یوه متقاعد انجنیر د جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې څلور کاله مخکې ووژل شو؛ د اوبو لګولو د پروژې بشپړولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.

د اساهی شیمبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ناکامورا د شاړو ځمکو د پر کروندو بدلولو او د جګړې، بې‌وزلۍ او ناروغیو له کبله د ځپل شویو خلکو په درملنه کې هم له ځانګړي شهرته برخمن و.

په افغانستان کې د ناکامورا د اوبو لګولو پروژه له هغې وروسته بنده شوه، چې نوموړی د ۲۰۱۹ ز. کال د ډسمبر پر څلورمه د ۷۳ کلونو پر عمر په یوه وسلوال برید کې ووژل شو؛ خو ۷۳ کلن نوریو اوا او څو نورو کسانو د ناکامورا د اوبو لګولو پروژه، چې شاړې او وچې سیمې یې پر شنو سیمو بدلې کړي روانه وساتله.

نوریو اوا ویلي: مونږ به خپله هڅه، تجربه او پوهه له ځایي کارپوهانو سره شریکه کړو او له هغې څخه به پوره ګټه واخلو؛ خو دا وس نه‌لرو، چې خلک د ډاکټر ناکامورا له وړتیا او مینې بېرته برخمن کړو.

د سپټمبر په میاشت کې، اوا د افغانستان د ختیځ د اوبو لګولو د کانال جوړولو ځای ته ورسېد؛ هلته، چې د غره په لمنه کې د ۴ اعشاریه ۳ کیلومټره اوبو کانال جوړ شوی و.

نوریو اوا د نږدې څلورو کلونو لپاره د جاپان په فوکوکای ټولنه کې د میشت نادولتي بنسټ پېښور-کای د انجنیرۍ ډلې غړی و.

ناکامورا په افغانستان کې د دې ټولنې د سیمه‌ییزو عملیاتو مشري کوله.

اوا ویلي: باورولی مې نه‌شوه، چې (ناکامورا) دومره لویه پروژه پخپله طرحه او ډیزاین کړې ده.

اوا غوښتل له تقاعد وروسته له ناکامورا سره مرسته وکړي؛ خو له لېدو مخکې ناکامورا ووژل شو.

Trending

Exit mobile version