تازه خبرونه
د نورستان په سېلابونو کې له ۴۰ ډېر کسان مړه شوي؛ بېړنۍ مرستې پر لاره دي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي؛ دغو سېلابونو کورونو، دولتي ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته پراخ زیانونه اړولي او په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د سختو اورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له کبله تر اوسه له ۴۰ ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او یو شمېر کسان اوس هم نادرکه دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي؛ دغو سېلابونو کورونو، دولتي ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته پراخ زیانونه اړولي او په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ملګري ملتونه له بشري مرستندویانو سره د همغږۍ له مخې د زیانونو د کچې ارزونه کوي او د سېلاب ځپلیو لپاره د بېړنیو مرستو رسولو ته چمتووالی نیسي.
دوجاریک زیاته کړې؛ بېړنۍ سرپناوې، خوراکي توکي، روغتیايي چوپړتیاوې، د ژوند لومړني وسایل او رواني ملاتړ د سېلاب ځپلیو لپاره د مرستو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي همدارنګه ویلي؛ ګرځنده روغتیايي ډلې زیانمنو سیمو ته لېږل شوې دي، روغتیايي مرکزونه د بېړنیو حالاتو د سمبالولو لپاره چمتو شوي او طبي وسایل، خوراکي توکي او د تغذیې اړوند توکي دغو سیمو ته لېږدول کېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ټینګار کړی، چې د سړکونو ویجاړېدا او جغرافیایي ستونزې د مرستو د رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.