تازه خبرونه

د نورستان په مندول ولسوالۍ کې سختو سېلابونو درانده مالي زیانونه اړولي

د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې دغه سېلابونه تېر ماښام د باندول، انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو مېشتو سیمو ته وغځېدل.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۵

د نورستان سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د سختو اورښتونو له کبله د مندول ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې راوتلو سېلابونو کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه بنسټونو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې دغه سېلابونه تېر ماښام د باندول، انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو مېشتو سیمو ته وغځېدل.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پېښې له کبله شپږ استوګنیز کورونه، د برښنا یوه شبکه، یوه ژرنده، د عمومي سړک ځینې برخې او همدارنګه د خلکو کرنیزې ځمکې او بڼونه زیانمن شوي دي.

چارواکو ټینګار کړی، چې په دې سېلابونو کې خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

د نورستان سیمه‌ییزې ادارې له مرستندویه بنسټونو او اړوند ادارو غوښتي، چې د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

دا په داسې حال مکې ده، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د څرګندونو له مخې؛ د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راووتل، چې هېوادوالو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي  او څرګندوي، چې سېلاب ځپلیو ته د مرستو لپاره تازه دمي ځواکونه او خوراکي توکي ولېږدول شول.

Trending

Exit mobile version