Connect with us

تازه خبرونه

د نړیوالې ټولنې او امریکا د مرستو لویه برخه اوسني افغان حکومت ته ځي – جان ساپکو

خپور شوی

د

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش ويلي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او امریکا د مرستو لویه برخه د اوسني حکومت جبونو ته ځي.

د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا ولسي جرګې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپلې استماعیه غونډې ته د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان ساپکو وربللی و. هغه له افغانستان سره د نړیوالو ټولنې او امریکا د مرستو د وېش پر بهیر نیوکه کړې او ټینګار کوي، چې د دې مرستو یوه لویه برخه د افغانستان د اوسنیو چارواکو جیبونو ته ځي. 

نوموړی وایي: طالبان د مرستو د پروژو د پلي کولو د اجازې پر ورکولو د پیسو غوښتنه کوي او دا معلوموي، چې څوک مرسته ترلاسه کوي.  طالبان پر ملګرو ملتونو او نورو ټولنو فشار راوړي، چې د مرستو د وېش په بهیر کې خپل غړي او خپلوان شامل کړي او هغه کسان، چې په افغانستان کې وسلې کنترولوي مرستې هم کنترولوي.

دغه راز د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر مایکل مک‌کال د مشرانو  جرګې غونډې ته د افغانستان په اړه د بایدن د حکومت پر سیاستونو نیوکه کوي او وايي، چې د همدې سیاستونو پر بنسټ واشنګتن د افغانستان چارسمبالی حکومت مشروع ګڼي.

مایکل مک‌کال ویلي؛ د امریکا اوسنۍ تګلاره طالبان ( اسلامي امارت) د افغانستان مشروع حکومت پېژني. د بایدن حکومت په هر قیمت له طالبانو( اسلامي امارت ) سره د اړیکو پالیسي تعقیبوي او په دې کې پاتې راغلی، چې  له طالبانو( اسلامي امارت ) حساب وغواړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي دا څرګندونې ردوي او وايي، د بشري مرستو په چارو کې هیڅ ډول لاس‌وهنه نه‌کوي.

نوموړی وایي: امريکا او غربي هېوادونه له اسلامي امارت سره هيڅ ډول همکاري او مرسته نهءلري او د هغې پلټنې په اړه، چې تاسې يې يادونه وکړه نه په افغانستان کې کوم رسمي دفتر لري او نه هم د اسلامي امارت له چارواکو سره کومه همغږي؛ ځکه، نو د دوی بیانونه او ادعاوي د باور وړ نه‌دي.

 همدارنګه اسلامي امارت  له وسله‌والو ډلو سره د اړیکو درلودلو په تړاو د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې د مشر مایکل مک‌کال څرګندونې هم ردوي او ټینګار کوي، چې دغه چارواکي د خپلو څرګندونو د ثابتولو لپاره هیڅ اسناد او شواهد نه‌لري.

تازه خبرونه

افغانستان د شانګهای ټولنې سرمشریزې ته ونه‌بلل شو

ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.

Published

on

افغانستان به د شانګهای د همکاریو ټولنې په راتلونکې سرمشریزه کې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه په اسلام‌آباد کې جوړېږي؛ ګډون ونکي، ځکه د دې ټولنې مشرتابه بلنه نده ورکې.

ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسلامي امارت ته؛ ځکه بلنه نده ورکړ شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي منشي دوی ته بلنه نده استولې.

پاکستانيو رسنیو هم لیکلي، چې په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ ز. کال د اګسټ پر پېنځلسمه له هغې څو اوونۍ وروسته وځنډول شو، چې اسلامي امارت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ.

دغه هېواد د ۲۰۱۲ کال د جون پر اوومه د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکی شو؛ خو د غړیتوب له ورکړې وروسته یې په فعاله توګه فعالیت ندی کړی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شو. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې له دغه سازمان سره یو ځای شول. هغه مهال داسې اوازې وې، چې ایران او افغانستان ښايي ډېر ژر د دې ټولنې غړي شي. ایران تېر کال له دې ټولنې سره یوځای شو.

اسلامي امارت تر اوسه په اسلام‌آباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د نه ګډون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د دې ټولنې په تېرو دوه ناستو کې د طالبانو استازو ته بلنه نوه ورکړ شوې.

د شانګهای همکاریو ټولنه به په راتلونکې ناسته کې د سیمه‌ییزو همکاریو او امنیت پر وده راوڅرخیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان کډوالۍ مخنیوی د مسکو فارمټ د اجنډا یوه برخه وه – ایران

هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمه‌ییز نوښت کې راټول شوي وه.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ويلي، د مسکو د شپږمې غونډې یوه مهمه موضوع د افغانانو د کډوالۍ مخنیوی و.

هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمه‌ییز نوښت کې راټول شوي وه.

حسن کاظمي قُمي له ایرنا خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي؛ دغه غونډه د تېرې جمعې پر ورځ په مسکو کې د ۱۰ هېوادونو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبتالي امیر خان متقي په ګډون ترسره شوه.

هغه زیاته کړې: په نړیوال ډګر او په ځانګړي توګه په فلسطین او لبنان کې له روانو بدلونونو سره - سره، د افغانستان موضوع اوس هم له سیمه‌ییزو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر دا ټینګار هم کړی، چې د ګاونډ هېوادونو وړتیاوې او سیمه‌ییزې همکارۍ له اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي، چې پر ستونزو بریالی شي.

د ایرنا د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې د چاپېریال امنیت هم یو له سیمه‌ییزو اندېښنو څخه ګڼل شوی دی.

د مسکو فارمټ ناسته د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او افغانستان د ځانګړو استازو او لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې جوړه شوه او د سیمه‌ییزامنیت د ټینګښت، مهاجرت د کمېدا په اړه او د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو شرایطو ښه کېدا ته د حل لارو پر لټون راوڅرخېدله.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بلوچستان د ډبرو سکرو په کان کې د افغانانو مړي د هغو کورنیو ته وسپارل شول

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ په مړو شویو کسانو کې ۳ یې په پاکستان کې کډوال او هلته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او پاتې نور یې، چې د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ د چمن-بولدک او بهلولي له لارې افغانستان ته له رالېږدولو وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.

Published

on

په اسلام‌آباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هغو ۷ افغانانو مړي، چې د بلوچستان د دوکۍ د ډبرو سکرو کان د کاریګرو مړي په کویټه کې د افغانستان قونسلګرۍ پر هڅو د هغو کورنیو ته وسپارل شول.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ په مړو شویو کسانو کې ۳ یې په پاکستان کې کډوال او هلته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او پاتې نور یې، چې د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ د چمن-بولدک او بهلولي له لارې افغانستان ته له رالېږدولو وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.

تېره ورځ د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ۲۰ کان کېندونکي وژل شوي وه.

ویل کیږي، چې افغانستان د پاکستان له حکومت څخه د پېښې د عاملینو د  نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!