لوبی

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله له افغانستان سره د ټسټ لوبې لپاره هند ته ورسېده

د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي پر مشرۍ یوه ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره به په روزنیز کمپ کې وویني.

Published

on

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د افغانستان له ملي لوبډلې سره د یوازنۍ ټسټ لوبې د ترسره کولو لپاره د هند ګریټر نویدا ښار ته ورسېده.

ټاکل شوې، چې دغه لوبه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ ( د وږي نولسمه / د سپټمبر نهمه ) د افغانستان پر وخت د سهار پر نهو بجو پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د چارشنبې پر ورځ (د وږي اوومه) اعلان کړی، چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله له نیوزیلینډ سره د روزنیزې ناستې لپاره هند ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي پر مشرۍ یوه ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره به په روزنیز کمپ کې وویني.

دا لومړی ځل دی، چې نیوزیلینډ له افغانستان سره روزنیزه لوبه کوي.

له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې یوه شل کسیزه لوبډله به د سپټمبر له نهمې څخه تر دیارلسمې پورې له نیوزیلینډ سره لوبه وکړي؛ خو راشد خان د افغانستان د کرکټ ستوری د سیالۍ په دې پړاو کې نشته.

میرویس اشرف؛ د هېواد کرکټ بورډ مشر په لوبډله کې د ځوانانو استعدادونو پر شاملېدو خوښي څرګنده کړه.

میرویس اشرف ویلي: خوښ یم؛ یو شمېر هغه ځوانان، چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي په ټسټ لوبډله کې ګډون کوي.

د افغانستان په لومړنۍ روزنیزې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیر شاه محبوب، اکرام علی‌خیل، شهیدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځي، عظمت الله عمرزی، ضیا الرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهر خان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب برخه لري.

Trending

Exit mobile version