تازه خبرونه

د هلمند د خانشين ولسوالۍسقوط وکړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د هلمند ولایت د خانشين ولسوالۍ يوځل بيا د وسله والوطالبانوپه ولکه کې راغله، که څه هم ځايي چارواکي په نوموړې ولسوالۍ کې يوازې د جګړې پخلی کوي خود ولايتي شورا غړي وايي چې د سه شنبې په سهارله نوموړې ولسوالۍ څخه دولتي ځواکونه وتلي اوپه بشپړه توګه د وسله والو طالبانوپه ولکه کې راغلې ده.

دوی همدا رازد ناوې اوګرمسېرولسواليوپه اړه چې اوس ترټولوامن سيمې دي اندېښنې په ډاګه کوي.

په خانشين ولسوالۍ کې د سه شنبې په شپه شاوخوا اته بجې د وسله والوطالبانواو دولتي ځواکونوترمنځ جګړه شوې چې د ولايتي شورا ځينې غړي وايي سهارشاوخوا پنځه بجې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ مرکزته د ننه شوي اوپه بشپړه توګه د هغوی په ولکه کې راغلې ده.

 د دوی په خبره چې دولتي ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز په يوکيلومترۍ کې د ملي اردوپه يوه قرارګاه کې ځای پرځای شوې اوجګړې ته دوام ورکوي.

د دوی په خبره که ددې جګړې د مخنيوي له پاره کوټلې هڅې ونه شي ګرمسيراو ناوه ولسوالۍ به هم له جدي ګواښونوسره مخ شي.

د ولايتي شورا غړی بريالی نظري وايي: “د خانشين ولسوالۍ بيګا شپه بېرته سقوط وکړ، ټول امنيتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي او له ولسوالۍ بهر په يوه کيلومترۍ کې ورته پراته دي. “

د ولايتي شورا منشي عطاالله افغان بيا وايي: “خانشين چې سقوط شوه سبا ګرمسیر او ناوه هم سقوط کېږي، دا ټول هغه څه دي چې خلکو ته زيان رسوي، خلک له جنګه ستړي شوي، دولت بايد هلمند ته سمه پاملرنه وکړي.”

پرهمدې وخت د ولايتي شورا مرستيال هم وايي چې د تېرڅه کم يوکال راپه دې خوا په دې ولايت کې جګړې زوراخيستی چې د هلمند شمالي سيمې د وسله والوطالبانو په ولکه کې دي اواوس يې جنوبي ولسواليوته مخ اړولی چې ښايي ددې ولايت ټولې سيمې وسله وال طالبان ونيسي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي: “د خانشين سقوط د ټول جنوبي هلمند د سقوط په معنی دی، کېدای شي په همدې توګه نورې ولسوالۍ هم سقوط وکړي. خانشين دلته مرکزي سيمه ده که خانشين د دولت په لاس کې نه وي داسې وبوله چې نورې ولسوالۍ يې هم له لاسه وتلې دي.”

له بلې خوا له خانشين ولسوالۍ څخه هم باوري دولتي سرچېنې وايي چې خانشين ولسوالۍ سقوط کړی اودوی ترې په شا شوي خود هلمند د والي وياند عمرځواک او امنيتي مسولين په هغه ولسوالۍ کې يوازې د جګړې پخلی کوي اووايي چې ترلسوډېرو امنيتي سرتېروته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خانشين ولسوالي شاوخوا دوې مياشتې وړاندې هم وسله والوطالبانود څوورځوله پاره په خپله ولکه کې راوستلې وه چې بيا ترسختې جګړې وروسته دولتي ځواکونه د هغه ولسوالۍ مرکز ته ننوتلي وو.

خبريال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version