سیمه ییز خبرونه
د هند د کلکتې په يوه هوټل کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي
پولیسو ویلي، اور د سهار شاوخوا ۲:۵۰ د هوټل په دوهیم پوړ کې لګېدلی او د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، د یوه ساعت په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.
د چارشنبې پر سهار د هند په کلکته ښار کې د یوه هوټل د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان، چې یو ماشوم هم په کې دی؛ مړه شوي دي.
پولیسو ویلي، اور د سهار شاوخوا ۲:۵۰ د هوټل په دوهیم پوړ کې لګېدلی او د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، د یوه ساعت په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.
شاوخوا ۳۰ کسان په خوندي توګه له ودانۍ ایستل شوي دي.
پولیس وايي، ښايي اور د برښنا مزو د لګېدو له کبله رامنځته شوی وي؛ خو د پېښې کره علت معلوم نهدی.
ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي هم دي او په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د هند خبري آژانس «ایانای» د اور وژنې ادارې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په وژل شویو کسانو کې ځینې د بنګلهدېش وګړي دي، چې د درملنې لپاره کلکتې ته تللي وه. «انډيټيوي» بیا راپور ورکړی، چې ټول ۹ وژل شوي کسان بنګلهدېشیان دي.
د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د وژل شویو کسانو تابعیتونه تر اوسه تائید شوي نهدي.
دغه هوټل د کلکتې ښار په ګڼه ګوڼه لرونکې مرکزي سیمه کې موقعیت لري او ارزانه استوګنځایونه او رسټورانټونه لري.
چارواکي د اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې کوي.