لوبی

د هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي

ټاکل شوې، چې دغه لوبه د کابل پر وخت د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي او پر ژوندۍ بڼه به د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.

Published

on

د یکشنبې ورځې ماښام به د کرکټ د میلیونونو مینه‌والو پام د احمد‌آباد نریندرا مودي لوبغالي ته اوښتی وي؛ ځکه، چې د هند ۲۰۲۶ غوره لیګ په پایلوبه کې به رویال چلنجرز بنګلور له ګجرات ټایټنز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې، چې دغه لوبه د کابل پر وخت د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي او پر ژوندۍ بڼه به د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.

رویال چلنجرز بنګلور لوبډله، چې د ۲۰۲۵ز.کال اتلولي یې ګټلې وه؛ اوس د داسې تاریخي بریا په لټه کې ده، چې تر اوسه یوازې دوه لوبډلو ترلاسه کړې. دا لوبډله هیله لري، چې د اتلولۍ نوم د دفاع کوونکې درېیمې لوبډلې پر برخه شي.

بنګلور لوبډلې پایلوبې ته د لارموندنې په لومړۍ لوبه کې د ګجرات ټایټنز پر وړاندې له پیاوړې ځلا سره پایلوبې ته لار ومونده. د لوبډلې لوبډلمشر راجټ پټیدار یوازې له ۳۳ توپونو ۹۳ منډې جوړې کړې او د دې پړاو له غوره لوبو څخه یې یوه ترسره کړه. د هغه پر مټ لوبډلې ۲۵۴ منډې جوړې کړې، چې د هند غوره لیګ د پایلوبې پړاوونو په تاریخ کې تر ټولو لوړه امتیاز بلل کېږي. ورپسې د توپ‌اچوونکو غوره لوبې بنګلور ته د ۹۲ منډو پر توپیر بریا ور پر برخه کړه.

ویراټ کوهلي په روان پړاو کې د ۶۰۰ منډو پر جوړولو د بنګلور تر ټولو بریالی توپوهونکی و او د لوبډلې په بریاوو کې یې مهمه ونډه لرلې ده. د توپ‌اچونې په برخه کې بیا بوهونشور کمار د ۲۸ ویکټو پر اخیستو د لوبډلې له مهمو لوبغاړو شمېرل کېږي.

دغه راز ګجرات ټایټنز د لارموندنې د لومړۍ لوبې له ماتې وروسته بېرته پیاوړی راستون شو. دغې لوبډلې د لارموندنې په دوه‌یمه لوبه کې راجستان رویالز د اووه ویکټو پر توپیر مات کړ او د درېیم ځل لپاره یې د هند غوره لیګ پایلوبې ته لاره وموندله.

شوبمن ګیل په هغه لوبه کې د سل منډو پر جوړولو د ۲۱۵ منډو هدف ته د رسېدو لپاره مهم رول ولوباوه. نوموړی او وسای سوډرشن د ټول پړاو په اوږدو کې د توپوهونکو له خطرناکو جوړو څخه و او له ۱۴۰۰ څخه ډېرې منډې یې ګدې جوړې کړې دي.

ګیل د ۷۲۲ او سوډرشن د ۷۱۰ منډو پر جوړولو د دې پړاو د غوره توپوهونکي د نوم له مهمو نوماندانو څخه دي. د توپ‌اچونې په برخه کې بیا کاګیسو رباډا او بوهونشور کمار د ډېرو ویکټو د اخیستو مخکښ نوماندان ګڼل کېږي.

دواړه لوبډلې تر اوسه ۹ ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلې، چې بنګلور پېنځه او ګجرات څلور بریاوې خپلې کړې دي. په روان پړاو کې هم بنګلور دوه ځله او ګجرات یو ځل بریالی شوی دی.

دواړه لوبډلې له نریندرا مودي لوبغالي ښې خاطرې لري؛ ګجرات خپله د ۲۰۲۲ز.کال اتلولي په همدې لوبغالي کې نمانځلې وه او بنګلور هم د تېر کال لومړنۍ اتلولي په همدې ډګر کې خپله کړه.

د ستورو لوبغاړو له شتون او د دواړو لوبډلو د نږدې سیالۍ له کبله تمه کېږي، چې د نن شپې پایلوبه به د هند غوره لیګ له تر ټولو زړه‌راکښونکو پړاوونو څخه یوې ته پر زړه‌پورې پای ورکړي.

Trending

Exit mobile version