سیمه ییز خبرونه

د هند په تونل کې بند پاتې ۴۱ کارکوونکي وژغورل شول

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۲)

ژغورونکیو د سې شنبې پر ورځ ټول ۴۱ کارګران، چې د همالیا د غرونوپه یوه ویجاړ شوي تونل کې بند پاتې ول؛ له ۱۷ ورځو هڅو او کیندنو وروسته را وایستل شول، چې په ټول هند کې یې د خوښۍ ولولې راوپارولې.

رویترز راپور ورکړی، چې د هند د ځینو بې‌وسو ایالتونو د ټیټ عاید لرونکيو کارګرانو د ژغورلو هڅې له شپږ ساعتونو څخه ډېر وروسته پیل شوې. دا تونل د نومبر پر ۱۲نېټه د اوتراکند په ایالت کې نړېدلی و.

دوی د ۹۰سانتي مترو پر پلنوالي د یوې پولادي پایپ له لارې راوایستل شول او ټول بهیر په یو ساعت کې بشپړ شو.

د ژغورنې ډلې مشر وکيل حسن ويلي: د هغو روغتیاي حالت ډېر ښه دی او بالکل د ډاډ وړ دی … لکه زما او يا ستاسې. د دوی د روغتیایي حالت په اړه اندئښنه نشته.

لومړی کس، چې را ایستل شوی یو ټیټ ونی سړی و، چې خړ ژمنی بنیان او ژیړه سخته خولۍ یې پر سر وه. د هندي دود سره سم پر ګلانو وپوښل شو او د ایالت د اعلی وزیر پوشکار سینګهـ دهمي او د فدرالي لویو لارو د مرستیال وي کي سینګهـ له درانه هرکلی سره مخ شو.

ځینې ​​په خندا بهر راووتل او دهمي کلک په غېږ کې ونیول. په داسې حال کې، چې نورو ترې مننه څرګنده کړه.

لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ زه غواړم خپلو ټولو هغو ملګرو ته، چې په تونل کې بند پاتې ول ووایم؛ ستاسو زړورتیا او زغم د ټولو لپاره الهام دی.

هغه زیاته کړې: دا د خوښۍ ځای دی، چې د اوږدې مودې له تمې وروسته به زمونږ دا ملګري اوس له خپلو عزیزانو سره وویني. په دې سخت وخت کې د دې ټولو کورنیو زغم او زړورتیا د ستاینې وړ ده.

تلویزیوني چینلونو راپور ورکړی، چې مودي وروسته له ژغورل شویو کسانو سره په تیلیفون خبرې وکړې او د دوی د وضعیت په اړه یې وپوښتل.

د سریندرا میرمن رجني تودو، چې میړه یې له نورو ځوانانو سره بنده و ویلي؛ مونږ خوښ او راحت یوو ما په کورنۍ کې ټولو ته ویلي، چې هغه راوتلی دی.

ځايي اوسېدونکي، چې له تونل بهر راټول شوي وه؛ پر پټاکیو، خواږو او شعارونو یې له هند ستاینه وکړه او دا شېبه یې ونمانځله.

دغو ۴۱ کسانو ۱۷ ورځې د یوه پایپ له لارې خواړه، اوبه، رڼا، اکسیجن او درمل ترلاسه کول؛ خو د سختو برمه کولو ماشینونو په مرسته د تونل د کیندلو هڅې د خرابې هوا له امله له خنډ سره مخ شوې وې.

Trending

Exit mobile version