تازه خبرونه

د هېواد او خاورې په اړه هېڅ معامله د منلو او زغملو وړ نده – د بګرام په اړه د اسلامي امارت غبرګون

فطرت په دې مراسمو کې ویلي: “مونږ به هیڅکله معامله ونکړو؛ دا نه‌ ممکنه ده او نه د امکان وړ. افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک دی؛ د هېواد اولاد یې اداره کوي او په دې اړه له هیڅ بهرني هېواد سره معامله نلري.”

Published

on

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز فصیح الدین فطرت د یکشنبې پر ورځ (د وږي دېرشمه) د هوايي ځواک پوهنتون له روزنیز کورس څخه د پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد او خاورې په اړه ان  یوې کوچنۍ معاملې ته هم چمتو ندی.

فطرت په دې مراسمو کې ویلي: “مونږ به هیڅکله معامله ونکړو؛ دا نه‌ ممکنه ده او نه د امکان وړ. افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک دی؛ د هېواد اولاد یې اداره کوي او په دې اړه له هیڅ بهرني هېواد سره معامله نلري.”

هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت هیڅکله هم منلی او زغملی نشي، چې بهرنیان پر مونږ حکومت وکړي.

هغه وایي: ” افغانانو تل د هغو کسانو پر وړاندې مبارزه کړې، چې غواړي د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.”

فطرت زیاته کړې؛ د نړۍ زبرځواکونو تجربه کړې، چې افغانان هیڅ بهرني ځواک ته سر نه ټیټوي. “هغه کسان، چې د دوستۍ لاس غځوي، له زمونږ سره ملګري پاتې دي؛ خو هغه کسان، چې د زور او دښمنۍ لاس غځوي؛ مونږ یې پر وړاندې تر ټولو قوي دښمنان یوو.”

د وسلوالو ځواکونو ستر درستیز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه هم وویل: “مونږ تر هغې جګړه کړې، چې له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول.”

هغه وایي: ” د شل وروستیو کلونو مبارزه ښيي؛ دښمن اړ کړی شو، چې د تېښتې لار غوره کړي. دښمنان مو له پېژندنې تجربه لري؛ که نلري، باید وموپېژني.”

فطرت د ټرمپ وروستي خبرداری ته هم غبرګون وښود او څرګندوي؛ مونږ له هیڅ ځوروونکي او ظالم څخه وېره نلرو.

هغه ټینګار کړی: “په شل کلونو کې مو ثابته کړې، چې مونږ د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع وړتیا لرو.”

د وسل والو ځواکونو ستر درستیز دا هم ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان هوايي او ځمکنی حریم بشپړ خوندي وي او له پوځي شتون پرته پر اړیکو یې ټینګار څرګند کړ.

فطرت ویلي: “کله، چې بي ـ ۵۲ الوتکو الوتنه کوله؛ ترې ونه‌وېرېدو. مونږ به داسې شرمناکه معامله ونکړو، چې د شهیدانو وینه تر پوښتنې لاندې راولي. مونږ اوس هم د دې خاورې او دې نظام د ساتنې لپاره قربانۍ ته چمتو یوو. مونږ منظم وسلوال ځواک لرو، چې د ساتنې لپاره چمتو دي.”

د وسلوالو ځواکونو ستر درستیز د بهرنیو ځواکونو ۲۰ کلن اشغال ته په نغوته کې ویلي: ” ډاډمن دی، چې دوی خپله ناګامه تجربه تجربه کړې او به بیا هیڅکله دا کار ونکړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې او د شنبې پر ورځ په ټروټ پاڼه کې ګواښ کړی، چې که افغانستان د بګرام هوایي اډه بېرته امریکا ته ونه‌سپاري؛ له بدې پایلې سره به مخ شي او د اډې د بېرته نیولو لپاره یې د امریکایی ځواکونو د لېږلو امکان هم رد نکړ.

Trending

Exit mobile version