تازه خبرونه

د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کان کېندنې ته اړتیا لرو

Published

on

Last Updated on: لړم ۸, ۱۴۰۱

د کانونو او پترولیم وزیر ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي پانګوال په هېواد کې د ننه د کاني توکو کېندنې، پروسس او ګټې اخیستنې ته وهڅوي او په دې برخه کې پانګوالو ته ځانګړی امتیاز په پام کې نیولی دی.

د کانونو او پتروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور، چې کندهار او هلمند ولايتونو ته يي د کانونو د استخراجي شرکتونو له مشرانو سره د کتنې په موخه سفر کړی او وايي؛ په افغانستان کې اوس د بل هر هېواد په پرتله د کانونو د استخراج په برخه کې د پانګونې لپاره زمينه برابره ده.

شهاب الدین دلاور زياتوي؛ په دې اړه ځینې ستونزې په ډېرو پرمختللیو هېوادونو کې هم شته، چې پانګوال بايد هغه په نظر کې ونه نيسي .

د کانونو او پتروليم وزیر شهاب الدين دلاور وایي: دوی هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د کار پيدا کولو لپاره په هېواد کې دننه پانګوال د کانونو پروسس ته وهڅوي او په دې برخه کې يي ځانګړي امتيازات هم ورته په پام کې نيولي .

د کانونو او پترليم وزیر شهاب الدين دلاور وایي: مونږ په قرار داد کې هم دا ورته ليکو؛ دلته زموږ څو شرکتونه ناست دي په قرار داد کې يوه ماده دا ورته ليکلې ده، چې تاسې به د کال په دننه دننه داخل کې پروسس پیلوئ، دوه یمه ماده مو دا هم ورته ليکلې؛ که هر چا په داخل د افغانستان کې پروسس پیل کړ، لس سلنه به مونږ دوی ته بیع راټیټوو. که چا پر يولک افغانیو نيولی وي؛ هغه ته به نوي زره کيږي. دا لس زره اتومات مونږ دوی ته راکوزوو، چې چا دلته پروسس پیل کړ. يو ستونزه زمونږ د برښنا ده؛ د برښنا مساله که حل شي ان شاالله؛ نو ټول پروسس او هرڅه به په افغانستان کې کيږي.

د کانونو او پطروليم وزير څرګندوي؛ دوی اوس د کانونو د استخراج په برخه کې د قرارداد کولو پر مهال د استخراجي شرکتونو لپاره مناسبه بیع ټاکي، چې په هغه کې د پانګوال لګښت او ګټه ټول په نظر کې نيول شوي وي.

د کانونو او پتروليم وزیر شهاب الدين دلاور وایي: دوی له مونږه شکايت لري، مونږ له دوی. دا لوړ قیمتونه دوی ورکوي. ما مخکې وويل؛ مونږ اوس يو اقدام کړی، چې مونږ يو قیمت ورته پت کیږدو. که له دې جګ و، هغه لغو دی. دا اوس هم، چې چا وړی دی مثلا: يو چا وړی دی؛ په لس زره ټن هغه بل سړي په پېنځه لس زره ليکلی؛ خو مونږ هلته ليکلي، چې تر لس زره لوړ به نه ورکول کيږي هغه لغوه شوي کیږي.

د يادونې وړ ده، چې مخکې به د کانونو د استخراج په برخه کې تر ټولو لوړ قیمت په پام کې نيول کیده، چې وروسته به د پانګوال لپاره ستونزې راولاړیدې او دکانونو د استخراج د خنډ او ځنډ بسبب به ګرزېدل.

Trending

Exit mobile version