تازه خبرونه
د هېواد یوه ملي سوداګر زر ټنه پیاز او الوګان خپلو هېوادوالو ته لیلام کړل
د هېواد یو ملي سوداګر مټې رابډوهلې خپل زر ټنه پیاز او الوګان یې د لیلام پر بڼه خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړل، چې وکولی شي ارزا نه او پر ټیټه بیه یې تر لاسه کړي.
د کابل په بازارونو کې یومن پیاز ۴۰۰ افغانۍ او یومن الوګان ۱۶۰ افغانۍ پلور ته وړاندې شوي وه، چې ډېرو هېوادوالو يې د اخستلو او پېرودلو توان نهدرلود؛ خو دهېواد یو ملي سوداګر زر ټنه پیاز او الوګان بازارته یومن پیاز پر ۱۵۰ او یومن الوګان ۱۰۰ افغانیو خلکو ته وړاندې کړل.
هېوادوال هم د خصوصي سکتور له دې اقدامه هرکلی کوي او له نورو سوداګرو هم غواړي، چې پخپلو هېوادوالو رحم وکړي، چې خلک وکولی شي د ژوندانه دا لومړني توکي پر ماسبه بیه تر لاسه کړي.
د کابل ښار اوسیدونکی مختار وایي: مونږ ډېر خوښ یوو او د دې سوداګر دې کور ودان وي، چې د پیازو او الوګانو بیه يي راټیټه کړې. مونږ هم واخستل. په عمومي مارکیت کې؛ خو څو برابره د پیازو بیه لوړه ده.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکي پاچا خان نومی وایي: مونږ د پیازو د بیو د لوړېدو له کبله بیخي له پیازو استفاده نهکوله؛ خو اوس، چې یومن پیاز ۱۵۰ افغانۍ شوي ما هم وا خستل. د دې سوداګر دې هم کور ودان وي .
ظریف نومي کابل ښاري ویلي: د دې سوداګر دې کور ودان وي. له نور سوداګرو مو هیله ده، چې هغوی هم په دې سختو شرایطو کې د خپل ولس لاس ونیسي او ورسره همکاري وکړي.
د خصوصي سکتور غړیو ويلي، چې له دې کاره يي موخه د خپلو اړو هېواد والو سره په روانه مبارکه میاشت کې همکاري یادوي او د خصوصي سکتور له نورو غړیو هم غوښتنه کوي، چې له خپلو هېوادوالو سره همکاري پراخه کړي.
د خصوصي سکتور غړی میرویس حاجي زاده وایي: مونږ باید د خپل هېواد په آبادۍ او هوساینه کې او له خپلو خلکو سره د همکارۍ لپاره راوړاندې شو. ما هم هڅه وکړه، چې زر ټنه پیاز لیلام کړم او دا لړۍ به تر راتلونکیو اووه ورځو روانه وي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین د هېواد له نورو سوداګرو هم غواړي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې د خپلو هېوادوالو دلاس نیوي لپاره راودانګي.
د کابل ښاروالۍ د مارکیت د تنظیم مرستیال انجنیر عصمت الله انصاري څرګنده کړې: مونږ د دې حاجي صاحب له دې هڅې هرکلی کوو. هیله ده، چې د خصوصي سکتور ټول غړي د دې ستونزې په مخنیو کې له خپل ولس سره همکاري وکړي.
د کابل ښاروال د کابل ښار ټولو مسوولینو ته خبر داری ورکوي؛ که هر څوک د ښاروالۍ له ټاکلې بیې په لوړه بیه پلورل وکړي؛ هټۍ، پلورنځی او مارکیت به يي وتړل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د رواني میاشت په بهیر کې لسګونه متخلفینو هټۍ ګانې بندې کړې دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
