نړۍ
د واشنګټن او تهران هوکړه نن یکشنبه لاسلیککیږي؛ هرمز تنګی به ټولو هېوادونو ته پرانیستل شي
ټرمپ په «ټروثپاڼه» کې لیکلي: «ټاکل شوې، چې دا هوکړه نن لاسلیک شي او د هغې له لاسلیک سره سم به هرمز تنګی د ټولو پر مخ پرانیستل شي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ هوکړه ټاکل شوې نن(یکشنبه د غبرګولي څلیریشتمه / د جون څوارلسمه) لاسلیک شي او له هغې وروسته به هرمز تنګی د ټولو هېوادونو او سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستل شي.
ټرمپ په «ټروثپاڼه» کې لیکلي: «ټاکل شوې، چې دا هوکړه نن لاسلیک شي او د هغې له لاسلیک سره سم به هرمز تنګی د ټولو پر مخ پرانیستل شي.»
د امریکا ولسمشر د دې هوکړې د محتوا په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي؛ خو د هغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو اترو کې د پرمختګ نښه ګڼل کېږي؛ هغه خبرې اترې، چې په وروستیو میاشتو کې د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو اصلي محور پاتې شوې دي.
هرمز تنګی د نړۍ له انرژۍ د لېږدیزو له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ د نفتو او ګازو د صادراتو د پام وړ برخه له همدې لارې تېرېږي. د دې سمندري لارې د امنیت او بشپړې پرانیستې په اړه هر ډول هوکړه کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو او نړیوالې سوداګرۍ د پام وړ اغېز ولري.
د ټرمپ دغه تازه څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې نړیواله ټولنه د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو بهیر له نږدې څاري. تمه ده، چې د هوکړې د جزئیاتو له روښانه کېدا سره به د دواړو هېوادونو د اړیکو او د سیمې د امنیتي وضعیت راتلونکی انځور هم لا روښانه شي.
په داسې حال کې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د وروستيکېدا په اړه اټکلونه زیات شوي دي؛ خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په راتلونکو یوې یا دوه ورځو کې ژنیو یا اسلامآباد ته د دغه هېواد د مذاکره کوونکي پلاوي د سفر او د هوکړې د لاسلیک لپاره هیڅ پلان نهلري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، که څه هم په نږدې راتلونکي کې د هوکړې د لاسلیک لپاره د ایراني پلاوي سفر په اجنډا کې نهدی؛ خو په راتلونکو ورځو کې د تفاهملیک د لاسلیک احتمال ډېر لوړ دی.
بقايي د ایران رسمي خبري آژانس (ایرنا) ته ویلي: «باید د هوکړې د لاسلیک دقیق وخت ته پر تمه اوسو.»
دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي، چې د سولې هوکړه «لاسلیک ته چمتو ده» او ښايي «ډېر ژر وروستۍ شي.»
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې، شهباز شریف دغه څرګندونې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.