تازه خبرونه

د ولسي شاعر مطیع الله تراب د مړینې خبر دردوونکی دی- ذبیح‌الله‌مجاهد

د جنازې مراسم به یې نن ماسپښین ۲ بجې د جلال آباد ښار په شېرزي لوبغالي او ۴ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ کې ادا او خاورو ته وسپارل شي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د پښتو ژبې د نومیالي ولسي شاعر مطیع الله تراب د مړینې په اړه احساس څرګند کړی دی.

ذبیح الله مجاهد لیکلي: “د ولسي شاعر مطیع الله تراب صاحب وفات سخت متأثره کړو.”

مطیع الله تراب تېره شپه (سې‌شنبه د چنګاښ څلیریشتمه) د زړه د حملې له کبله په خوست ښار کې د څلور پنځوس کلونو پر عمر مړ شو.

د پښتو ژبې د نومیالي ولسي شاعر مطیع الله تراب جنازه نن سهار په چورلکه کې د کورنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو پر ملتیا لومړی کابل او بیا ننګرهار ولایت ته ولېږدول شوه.

د جنازې مراسم به یې نن ماسپښین ۲ بجې د جلال آباد ښار په شېرزي لوبغالي او ۴ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ کې ادا او خاورو ته وسپارل شي.

ارواښاد خپلو ولسي، سیاسي او حماسي شعرونو نومیالی کړی.

اروا ښاد تراب ۱۳۵۰ لمریز لېږدیز کال د خوږياڼو ولسوالۍ د کوز بهار د کاله‌خېلو کلي په يوه دینداره کورنۍ کې زېږیدلی او له کلونو راپدېخوا یې ولسي شاعري وکوله او د شعر پر ژبه يې بېلابېل سیاسي او ټولنیز اړخونه پر ساده ژبه ولس ته وړاندې کړل.

ویل کیږي، چې د اروښاد ولسي شاعر مطیع الله تراب سپین بغاوت، زه په کړي بغاوت پښیمانه نه‌یم، د للمې‌ګلونه او د کاڼي‌اوبه یې چاپ شوې شعرې ټولګې دي او يو شمېر ناچاپه آثار هم ترې پاتې شول.

Trending

Exit mobile version