سیمه ییز خبرونه

د ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه ووت او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر پلان شوی سفر اسلام‌آباد ته لغوه کړ.

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې تهران به د ګواښ یا محاصرې تر فشار لاندې «تپلې‌خبرې» ونه‌مني.

پزشکیان زیاته کړې؛ امریکا باید لومړی د ایران د بندرونو د محاصرې «عملیاتي خنډونه» لرې کړي، چې مذاکره کوونکي وکولی شي د دې شخړې د حل لپاره زمینه برابره کړي.

عراقچي پاکستان ته خپل سفر «ډېر ګټور» وباله.

د رویټرز د راپور له مخې؛ په اسلام‌آباد کې یوې ایراني ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، چې تهران به د امریکا «افراطي غوښتنې» ونه‌مني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له ایران سره د لیدنې لپاره اسلام‌آباد ته د امریکایي استازو سفر لغوه کړی دی.

ټرمپ په ټروت‌پاڼه کې لیکلي: «ما همدا اوس د پاکستان اسلام‌آباد ته د خپلو استازو هغه سفر لغوه کړ، چې ټاکل شوې وه له ایرانیانو سره وویني. سفر ډېر وخت ضایع کوي، کار هم ډېر دی! سربېره پردې د دوی (ایران) په «مشرتابه» کې کورنۍ شخړې او ګډوډي هم شتون لري. هیڅوک؛ حتا په‌خپله ایرانیان هم نه‌پوهیږي، چې مسوول څوک دی. د شونو کارونو ټول کارتونه له مونږ سره دی؛ دوی هیڅ نلري! که دوی غواړي خبرې وکړي، نو باید یوازې اړیکه ونیسي.»

پزشکیان د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې په تهران کې «نه تندلاري شته او نه هم منځلاري» او هېواد د خپل مشر تر شا متحد ولاړ دی.

محمد باقر قالیباف او عباس عراقچي هم په وروستیو ورځو کې همدا پیغام تکرار کړی دی.

دغه راز د بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې خپلو ځواکونو ته یې په لبنان کې د حزب‌الله پر مورچلو د برید امر کړی، چې دا کار درې اوونیز اوربند نور هم له خطر سره مخ کوي.

تهران د هرمز تنګي لار تر ډېره تړلې ده، چې عموماً د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل او ګاز ترې تېرېږي. په داسې حال کې، چې واشنګټن د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.

د سپینې‌ ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د ایران له لوري ځینې پرمختګونه لیدلي او جی ډي ونس پاکستان ته د سفر لپاره چمتو دی. ونس روانه میاشت په اسلام‌آباد کې د ناکامو خبرو د لومړي پړاو مشري کړې ده.

د امریکا او ایران شخړه، چې اوس‌مهال هم اوربند روان دی؛ د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو سره پیل شوې ده. له برید وروسته ایران پر اسرائیلو، د امریکا پر پوځي اډو او د خلیج پر هېوادونو بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version