Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه ووت او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر پلان شوی سفر اسلام‌آباد ته لغوه کړ.

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې تهران به د ګواښ یا محاصرې تر فشار لاندې «تپلې‌خبرې» ونه‌مني.

پزشکیان زیاته کړې؛ امریکا باید لومړی د ایران د بندرونو د محاصرې «عملیاتي خنډونه» لرې کړي، چې مذاکره کوونکي وکولی شي د دې شخړې د حل لپاره زمینه برابره کړي.

عراقچي پاکستان ته خپل سفر «ډېر ګټور» وباله.

د رویټرز د راپور له مخې؛ په اسلام‌آباد کې یوې ایراني ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، چې تهران به د امریکا «افراطي غوښتنې» ونه‌مني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له ایران سره د لیدنې لپاره اسلام‌آباد ته د امریکایي استازو سفر لغوه کړی دی.

ټرمپ په ټروت‌پاڼه کې لیکلي: «ما همدا اوس د پاکستان اسلام‌آباد ته د خپلو استازو هغه سفر لغوه کړ، چې ټاکل شوې وه له ایرانیانو سره وویني. سفر ډېر وخت ضایع کوي، کار هم ډېر دی! سربېره پردې د دوی (ایران) په «مشرتابه» کې کورنۍ شخړې او ګډوډي هم شتون لري. هیڅوک؛ حتا په‌خپله ایرانیان هم نه‌پوهیږي، چې مسوول څوک دی. د شونو کارونو ټول کارتونه له مونږ سره دی؛ دوی هیڅ نلري! که دوی غواړي خبرې وکړي، نو باید یوازې اړیکه ونیسي.»

پزشکیان د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې په تهران کې «نه تندلاري شته او نه هم منځلاري» او هېواد د خپل مشر تر شا متحد ولاړ دی.

محمد باقر قالیباف او عباس عراقچي هم په وروستیو ورځو کې همدا پیغام تکرار کړی دی.

دغه راز د بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې خپلو ځواکونو ته یې په لبنان کې د حزب‌الله پر مورچلو د برید امر کړی، چې دا کار درې اوونیز اوربند نور هم له خطر سره مخ کوي.

تهران د هرمز تنګي لار تر ډېره تړلې ده، چې عموماً د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل او ګاز ترې تېرېږي. په داسې حال کې، چې واشنګټن د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.

د سپینې‌ ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د ایران له لوري ځینې پرمختګونه لیدلي او جی ډي ونس پاکستان ته د سفر لپاره چمتو دی. ونس روانه میاشت په اسلام‌آباد کې د ناکامو خبرو د لومړي پړاو مشري کړې ده.

د امریکا او ایران شخړه، چې اوس‌مهال هم اوربند روان دی؛ د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو سره پیل شوې ده. له برید وروسته ایران پر اسرائیلو، د امریکا پر پوځي اډو او د خلیج پر هېوادونو بریدونه کړي دي.

سیمه ییز خبرونه

د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران د سولې د هوکړې له اعلان هرکلی وکړ

د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.

Published

on

د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران ترمنځ له هغې نوې هوکړې هرکلی کړی، چې موخه یې د جګړې او سیمه‌ییزو کړکېچونو پای ته رسول دي. تمه ده، چې دا هوکړه پر ایران د بندیزونو نرمېدا او د هرمز تنګي بشپړې پرانیستنې ته لاره هواره کړي.

د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.

یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي، که ایران د خپلو اټومي فعالیتونو په محدودولو کې همکاري وکړي، دوی به د دغه هېواد پر وړاندې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو د یوې برخې د لرې کولو امکان وڅېړي.

د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او ملګرو ملتونو مشرانو له دې پرمختګ هرکلی کړی او د هرمز تنګي پر ژر پرانیستل کېدا یې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اعلان کړی، چې انتونیو ګوتریش د دې هوکړې هرکلی کړی او دا یې «د شخړې د سوله‌ییز حل پر لوري یو اړین ګام” بللی دی.

د قطر چارواکو له دې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د تلپاتې سولې، په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د آزادۍ او د سیمې او نړۍ د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

همداراز د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم له هوکړې هرکلی کړی او د هغې د ټولو مادو پر بشپړ پلي کېدا او د هرمز تنګي پر دوامدارې پرانیستنې یې ټینګار کړی دی.

د آلمان لومړي وزیر فریدریش میرتس دغه تړون یوه «لویه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه» وبلله او څرګندوي، چې دا پرمختګ کولی شي د یو ډېر متحرک نړیوال اقتصاد او یو ډېر خوندي منځني ختیځ لپاره لاره هواره کړي.

دغه راز جاپان او نیوزیلنډ هم له دې هوکړې هرکلی کړی او په هرمز تنګي کې یې د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د سمندري تګ راتګ د آزادۍ پر تضمین ټینګار کړی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس دا هوکړه په منځني ختیځ کې د «نوې دورې» پیل بللی او هیله یې ښودلې، چې د تاوتریخوالي کمېدل به د سیمې ثبات پیاوړی او د نړۍ په بازارونو کې د انرژۍ بیې راټیټې کړي.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او ځانګړی ارزښت لري.

د تېلو نړیوالو بازارونو هم دې هوکړې ته مثبت غبرګون ښودلی دی.

د خبر له خپرېدا وروسته د امریکا د اومه‌تېلو بیه راکمه شوې، چې له کبله یې د انرژۍ په بازارونو کې د نور ډېر ثبات هیلې پیاوړې شوې دي.

کارپوهان دا هوکړه د روان کال له مهمو سیاسي او ډیپلوماټیکو بدلونونو څخه بولي او باور لري، چې د منځني ختیځ د کړکېچونو په کمېدا کې به مهم رول ولوبوي.

د دې هوکړې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو شخړو د سیمې د امنیت، د نړۍ د سوداګرۍ او د انرژۍ د بازارونو په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ایران پر سترو بانکونو سایبري برید؛ بانکي خدمتونه ګډوډ شول

د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.

Published

on

د ایران یو شمېر ستر بانکونه د شنبې پر ورځ د یوه سایبري برید له کبله له پراخو بانکي ستونزو او ګډوډیو سره مخ شول.

د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.

د دې پېښې له کبله د انلاین او موبایلي بانکدارۍ خدمتونه، د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ATM)د پلور ماشینونه (POS) او ځینې بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ شوې دي.

ایراني چارواکو ویلي، تخنیکي څېړنو ثابته کړې، چې د دغو ګډوډیو لامل یو سایبري برید و.

اغېزمنو بانکونو ویلي، چې د برید له پېژندلو سره سم یې تخنیکي ډلو د مشتریانو د معلوماتو او بانکي بېخبناوو د خوندیتوب لپاره اړین احتیاطي ګامونه پورته کړي دي.

دغه راز د ایران د دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې مسوولانو ویلي، چې د سیسټمونو د بېرته رغولو او فعالولو بهیر پیل شوی او د ستونزو ډېره برخه هواره شوې ده.

چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې تر اوسه د مشتریانو معلوماتو ته د غیرمجاز لاسرسي هیڅ نښه نه‌ده لیدل شوې او د بانکي معلوماتو د افشا کېدا کوم راپور هم خپور شوی نه‌دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

هوکړې ته د امریکا او ایران د نږدې‌والي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «ټروث‌پاڼه» کې لیکلي، چې احتمالي هوکړه به د یکشنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ هغه ورځ، چې د ده د زوکړې له ورځې سره هم برابره ده.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د امریکا او ایران چارواکو او منځګړو ویلي، چې د نښتو د پای ته رسولو لپاره دواړه هېوادونه د یوه چوکاټ په اړه هوکړې ته نږدې شوي؛ خو د هغې د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «ټروث‌پاڼه» کې لیکلي، چې احتمالي هوکړه به د یکشنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ هغه ورځ، چې د ده د زوکړې له ورځې سره هم برابره ده.

هغه زیاته کړې، چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به هرمز تنګی «د ټولو پر مخ پرانیستل شي».

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې دواړه لوري د سولې د یوې هوکړې د چوکاټ په اړه تفاهم ته رسېدلي او اسلام‌آباد د هغې د برښنايي لاسلیک لپاره د یکشنبې ورځې ته چمتووالی نیسي. د هغه د څرګندونو له مخې، د دې بهیر تخنیکي خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ هم دوام ومومي.

ایران د اعلان شوې نېټې په اړه شک څرګند کړی او د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له دې مخکې ټینګار کړی و، چې د یکشنبې پر ورځ به هیڅ ډول لاسلیک ونه‌شي؛ خو په راتلونکو ورځو کې یې د هوکړې د وروستي کېدا شونتیا رد کړې نه‌ده.

په ایران کې دننه هم راپورونه ښيي، چې د تهران او مشهد په ګډون په ځینو ښارونو کې د احتمالي هوکړې مخالفانو غونډې او اعتراضونه کړي دي. معترضانو د خبرو اترو پر بهیر نیوکې کړي او د خپل هېواد د ډیپلوماټیکو چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

په همدې حال کې پوځي ترینګلتیا هم روانه ده او راپورونه ښیي، چې امریکایي ځواکونو هرمز تنګي ته نږدې د ایران ځینې بې‌پیلوټه الوتکې تعقیب او څارلې دي.

د راپورونو له مخې، د هوکړې په لومړنۍ طرحه کې د هرمز تنګي پرانیستل، د ایران د نفتو د صادراتو د آزادېدا په بدل کې د ځینو محدودیتونو لرې کول او د دغه هېواد د میلیارډونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو آزادول شامل دي. د ایران د اټومي پروګرام موضوع به د خبرو اترو په راتلونکو پړاوونو کې وڅېړل شي.

دغه راز اسرائیلي چارواکو ویلي، چې دغه هېواد به د احتمالي هوکړې برخه نه‌وي او روان بدلونونه به په بېل بېل وڅارل شي.

راپورونه ښيي، چې دا ډیپلوماټیک بهیر د خپل حساس پړاو په درشل کې دی او وروستۍ پایله یې د سیمې پر امنیتي او اقتصادي معادلو پراخ اغېز لرلی شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!