تازه خبرونه
د پاسپورتونو د وېش بېرته پیلولو هڅې روانې دي – پاسپورت ریاست
پاسپورت ادارې ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ( د کب ۱۰) به په کابل او ولایتونو کې د پاسپورت وېش له سره پیل شي.
د پاسپورت عمومي رييس عبدالکریم حسیب ویلي، چې شپږ ورځې وروسته به په کابل او ولایتونو کې د پاسپورتونو وېش بیا پیل شي.
عبدالکریم حسیب زیاته کړې؛ په دې اداره کې تخنیکي ستونزې اوارې شوي او د کب پر لسمه د چارشنبې پر ورځ به د پاسپورت وېش په عادي ډول پيل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ځل به هره ورځ لس زره پاسپورتونه خلکو ته ورکوي.
هغخه دا هم په ډاګه کړې؛ د پاسپورتونو د وېش په بهير کې ډېرې اسانتياوې رامنځته شوي. په ځانګړي توګه د کاغذي تذکرو د تائید پړاو، چې له دې وروسته به د پاسپورت په اداره کې تر سره کیږي.
د پاسپورت عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن وایي: هغه کسان، چې الکترونیکي تذکرې یې تر لاسه کړي او بایومتریک شوي دي؛ د پاسپورت لپاره بایو متریک ته اړتیا نلري.
د پاسپورت عمومي ریاست مرستیال شېرشاه قریشي وايي، چې د انلاین نوملیکنې بهیر هم پیل شوی او خلک کولی شي د خپل اوسني استوګنځي له مخې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه وکړي.
ویل کیږي؛ هغه پاسپورتونه، چې په تور بازار کې پلورل کېږي جعلي او د اعتبار وړ ندي او دغه ریاست توانېدلی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰ تنه جعلکاران ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.