تازه خبرونه
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له افغان کډوالو سره ناوړه چلند رد کړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت عليخان د افغانستان چارسمبالي حکومت د سفارت د څرګندونو په ځواب کې له کډوالو سره د اسلامآباد د ناوړه چلند په اړه څرګندونې ناسمې یادې کړې او د بې اسنادو افغانانو د بېرته ستنېدو د اسانتیا لپاره یې د پاکستان پر هڅو ټینګار وکړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلامآباد کې د چارسمبالي( سرپرست ) حکومت د سفارت هغه نیوکې رد کړې، چې له کډوالو سره یې د پاکستان پر چلند نیوکې کړې وې او په کابل کې یې د حکومت له چارواکو وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ستنېدو او ادغام لپاره شرایط رامنځته کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت عليخان د افغانستان چارسمبالي حکومت د سفارت د څرګندونو په ځواب کې له کډوالو سره د اسلامآباد د ناوړه چلند په اړه څرګندونې ناسمې یادې کړې او د بې اسنادو افغانانو د بېرته ستنېدو د اسانتیا لپاره یې د پاکستان پر هڅو ټینګار وکړ.
شفقت علیخان ویلي: ” له افغان وګړو سره د ناوړه چلند په اړه تبصرې نامناسبې دي. په ۲۰۲۳ کال کې مونږ د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان پر غاړه اخیستی او مناسب میکانیزمونه مو رامنځته کړي دي او دا ډاډ تر لاسه شوی، چې د بېرته ستنولو د پروګرام په بهیر کې هیڅوک ونه ځورول شي.”
هغه ټینګار کړی، چې ” خپل هېواد ته د کډوالو د اسانه ستنولو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره پاکستان له افغان لوري سره په پراخه کچه همکاري کړې او له چارسمبالي حکومت یې غوښتي، چې د دوی د ادغام لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.”
د افغانستان سفارت پرون (د کب پر لومړۍ) ویلي، چې په اسلامآباد او راولپنډۍ کې افغان وګړي نیول شوي، تلاشي شوي او د پاکستان نورو برخو ته د تلو امر ورته شوی دی.
د افغانستان سفارت زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول دې سفارت ته خپل اقدامات اعلان کړي ندي.
په اسلامآپاد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره خبرو اترو ښودلې، چې دا بنسټ هم د پاکستان له اقداماتو څخه بې خبره و او پاکستانيو چارواکو د ټولو افغان کډوالو د ایستلو لپاره “ټاکل شوی او وروستی پلان” د هغو کسانو په ګډون، چې د افغانستان تابعیت کارتونه او د نوملیکنې کارتونه هم لري؛ تصویب کړی دی.
دا ناندرې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده او د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې د دې پروژې له پیل راپدېخوا له ۸۱۵ زره څخه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
نړۍ5 days agoپه آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
