Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان پروړاندې د بریدونو ګواښ وکړ

د اسلامي امارت ویاند دبیح الله مجاهد ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان داخلي مسله ده او اسلام‌آباد باید دا ستونزه له افغانستان سره ونه‌تړي.

خپور شوی

د

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، اسلام‌آباد به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نویو پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه پر افغانستان خپل بریدونه روان وساتي.

له بي بي سي سره په یوه مرکه کې اصف ویلي؛ پاکستان هغه ډلې پر نښه کوي، چې پاکستان پرې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د بریدونو تور پورې کوي.

اسلام‌آباد په تېرو وختونو کې افغانستان د ټي‌ټي‌پي په څېر ډلو ته پر پناه ورکولو تورن کړی؛ خو د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ویلي: هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه د بل هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

اصف بي بي سي ته دا هم ویلي؛ دا سمه ده، چې مونږ په افغانستان کې عملیات کړي او بیا به یې هم ترسره وکړو. مونږ یې پر کیک او خوږو خدمت نه‌کوو؛ مونږ به پرې ځوابي برید وکړو.

سربېره پردې هغه ویلي، چې پاکستان اسلامي امارت ته د احتمالي بریدونو خبرداری ندی ورکړی. دا کار د حیرانوونکي ناڅاپي برید عنصر له منځه وړي. ولې موږ هغوی ته ووایو: چمتو شئ، چې مونږ راځو؟

اصف زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اسلام آباد له غوښتنو سره-سره د TTP پر وړاندې اقدام کولو کې زړه نازړه دی.

اسلامي امارت د پاکستان بریدونه د خپل هېواد پر ملي حاکمیت تېری او  بې مسوولیته څرګندونې بولي..

د اسلامي امارت ویاند دبیح الله مجاهد ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان داخلي مسله ده او اسلام‌آباد باید دا ستونزه له افغانستان سره ونه‌تړي.

ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړیکو او وضعیت د خرابېدو لامل بولي.

ویل کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي او بریدونو د مخنیوي لپاره د پوځي عملیاتو په اړه د ولس له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اړوند خبرونه: 

 په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوایي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری دی – مجاهد

امریکا په افغانستان کې له هوايي بریدونو وروسته له پاکستان څخه د زغم غوښتنه وګړه

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!