تازه خبرونه
د پاکستان د دوهمخې لوبې د پای او د نوي پړاو د پیل وخت رارسېدلی – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد د افغانستان په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د حضور دورې ته په نغوته کې ویلي، اسلامآباد هغو وسلهوالو ته، چې له امریکا سره یې جګړه کوله؛ پناه او ملاتړ ورکاوه؛ خو پاکستان به تل دا خبره ردوله.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خواله رسنۍ ایکس کې څرګنده کړې؛ د تېرو ۳۰ کلونو تجربې ښيي، چې د افغانستان له وسلهوالو ډلو څخه د پاکستان په ملاتړ او کړنو کې ژور واټن و.
خلیلزاد د افغانستان په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د حضور دورې ته په نغوته کې ویلي، اسلامآباد هغو وسلهوالو ته، چې له امریکا سره یې جګړه کوله؛ پناه او ملاتړ ورکاوه؛ خو پاکستان به تل دا خبره ردوله.
هغه ویلي:« دا دوهمخه لوبه باید پای ته ورسېږي؛ د نوي پړاو د پیل وخت رارسېدلی دی.»
خلیلزاد ټینګار کړی؛ افغانستان او پاکستان اقتصادي همکارۍ او پرمختګ ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید هوکړه وکړي، چې د یوه هېواد خاوره به د بل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره نهکاروي.
پاکستان پر ځلونو پر اسلامي امارت تور لګولی، چې تحریک طالبان پاکستان( ټيټيپي) او نورو وسلهوالو ډلو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي؛ خو کابل دا ادعا رد کړې او وایي؛ د هغو ډلو کوربه نهدی، چې د پاکستان پر وړاندې د بریدونو پلانونه جوړوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه اختلافات په زیاتېدونکي ډول پوځي نښتو ته هم غځېدلي دي.
پاکستان د روان کال د سپټمبر پر یوویشتمه په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي او څرګندوي، چې د وسلهوالو ډلو مرکزونه یې پر نښه کړي دي؛ خو افغان چارواکو او ملګرو ملتونو ویلي؛ په دغو ونو کې د یوې ښځې او یوې نجلۍ په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
اسلاماباد همدارنګه پر کابل تور لګولو ته دوام ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ترسره کېدونکو بریدونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کوي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی پوځي اقدامات د امنیتي ګواښونو پر وړاندې او د ځانساتنې په موخه ترسره کیږي.
پاکستان په نورستان ولایت کې د وروستیو نښتو پر تړاو د افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې د د پاکستان حکومت امنیتي ځواکونو یا استخباراتي ادارو په دغو پېښو کې لاس درلود؛ اسلامآباد دغه ادعاوې بېبنسټه بللې دي.
خلیلزاد په دې لړ کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره باید اقتصادي همکاريو پراختیا او د دواړو هېوادونو متقابل امنیتي ضمانتونه دې د تمرکز برخې وي او هیڅ یو هېواد باید خپله خاوره د بل هېواد پر وړاندې ونهکاروي.