Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د ګوادر بندر په اړوند سیمه کې وسلوال برید مرګ او ژوبله اړولې

خپور شوی

د

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ( د وري لومړۍ ) د پاکستان امنیتي ځواکونو د ګوادر له ستراتیژیک بندر څخه بهر پر یوه کمپلیکس وسله‌وال برید پر شا وتمباوه، چې په کې ټول اته وسله‌وال او دوه سرتېري وژل شوي دي.

د رویټرز په راپور کې راغلي، چې چین د بلوچستان په دې شتمن معدني ښارګوټي کې له لسیزو راپدیخوا د بېلتون‌پالو له مخالفتونو سره – سره ډېره پانګونه کړې ده.

یوه حکومتي کمیشنر سعید احمد عمراني ویلي؛ پر وسلو او بمونو سمبالو وسله‌والو له ګوادر بندر بهر پر هغه کمپلکس برید وکړ، چې د حکومتي ادارو، استخباراتي ادارو او نیمه پوځي ځواکونو دفترونه په کې دي.

نوموړي رویټرز ته څرګنده کړې؛ وسلوالو د ډزو له پیلولو مخکې یو شمېر بمونه وچول او هڅه یې کوله، چې پر کمپلکس برید وکړي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو د اته وسله‌والو برید شنډ کړ.

هغه زیاته کړې: پیغام مو پوره روښانه دی؛ هر هغه څوک، چې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي د حکومت له‌خوا به هیڅ رحم ونه‌ویني.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې هم راغلي، چې دغه برید په مرکز کې د میشتو امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شو، چې په کې دوه پوځیان هم ووژل شول.

په بلوچستان کې د څو بېلتون غوښتونکیو ډلو تر ټولو مخکښې ډلې د بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ په خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت منلی او څرګندوي، چې وسلوالو یې د پاکستان د استخباراتي ادارو پر دفترونو بریدونه کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دې ډلې پخوا هم په سیمه او نورو ځایونو کې د پاکستان او چین پر ګټو بریدونه کړي دي.

دا د چین- پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) لپاره ارزښتمن بندر دی، چې سړکونه او د انرژۍ پروژې هم په کې دي او د چین د ولسمشر شي جین پینګ د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت یوه برخه هم ده.

چینايي اهداف له دې مخکې هم په پاکستان کې د څو بلوڅو وسله‌والو ډلو له‌خوا تر بریدونو لاندې راغلي او وایي؛ دوی له لسیزو راپدیخوا د کانونو او معدنونو په شتمنۍ کې د پراخې ونډې لپاره جګړه کوي، چې دا غوښتنه یې په اسلام‌آباد کې د مرکزي حکومت له‌خوا رد شوې ده.

سیمه ییز خبرونه

منځنی ختیځ د امریکا او ایران د کړکېچونو د بیا زیاتېدا زغم نه‌لري – قطر

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې د قطر بهرنیو چارو وزیر هم دی، په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې ویلي؛ دواړه هېوادونه د خبرو اترو میز ته د بېرته ستنېدا لپاره هڅې کوي، خو په دې برخه کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

Published

on

 

د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچونو د بیا زیاتېدا زغم نه‌لري او څرګندوي، چې دوحه د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره له دواړو لوریو سره هڅې کوي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې د قطر بهرنیو چارو وزیر هم دی، په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې ویلي؛ دواړه هېوادونه د خبرو اترو میز ته د بېرته ستنېدا لپاره هڅې کوي، خو په دې برخه کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

دغه لیدنه د امریکا او قطر ترمنځ د سټراټیژیکو خبرو اترو د اتم پړاو له پیل سره هم‌مهاله ترسره شوه. دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دفاع، اقتصاد او امنیت په برخو کې ټینګار وکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ مارکو روبیو د قطر د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کړی او د ګواښونو پر وړاندې یې د مبارزې او په منځني ختیځ کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پرله‌پسې همغږۍ ټینګار کړی دی.

د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچونه له هغې راپدېخوا روان دي، چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران بریدونه پیل کړل.

د دغې نښتې د پای ته رسولو هڅې اوس هم د جون د هغه هوکړه‌لیک د پلي کولو پر څرنګوالي، چې په اسلام‌آباد کې پرې هوکړه شوې وه؛ د بندیزونو، د امریکا د سمندري محاصرې او د هرمز تنګي د امنیتي ترتیباتو په اړه له اختلافونو سره مخ دي.

#آریانا‌نیوز #قطر #امریکا #ایران #منځنی‌ختیځ #کړکېچ #ډیپلوماسي #هرمزتنګی

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي

د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC)  پر تاسیساتو برید کړی دی.

Published

on

 

امریکايي جنګي الوتکو د نومبر پر اووه‌لسمه د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د ایران پر پوځي تاسیساتو برید کړی؛ بحرین او کویټ له نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی او په خلیجي سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.

د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC)  پر تاسیساتو برید کړی دی.

د دې سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه برید پر امریکايي پرسونل او پوځي شتمنیو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.

د ایران د هرمزګان ولایت د والي مرستیال احمد نفیسي پر قشم ټاپو د بریدونو پخلی کړی؛ خو ویلي یې دي، چې استوګنیزې سیمې، سوداګریز مرکزونه او مهمې بېخبناوې زیانمنې شوې نه‌دي. هغه د مرګ او ‌ژوبلې او پوځي تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

له دې مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې وه، چې د بحرین د شیخ عیسی په هوايي اډه کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو پر مرسته د امریکا پر یوه پوځي رادار برید کړی دی.

دې ځواک زیاته کړې، دا برید د امریکايي پوځي بې‌پیلوټه الوتکو له‌خوا د ایران له هوايي حریم څخه د پرله‌پسې سرغړونو په غبرګون کې شوی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ دغه ادعا رد کړې او څرګندوي، چې په دې برید کې امریکايي تجهیزاتو ته زیان نه‌دی اړول شوی او نه هم کوم امریکايي سرتېری ټپي شوی دی.

بحرین، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ کوربه دی، د نومبر پر اته‌لسمه سهار وختي د نویو هوايي بریدونو له شنډولو خبر ورکړ او ایران یې پر دغه هېواد د بریدونو پر دوام تورن کړ.

د دې هېواد کورنیو چارو وزارت دوه بېړني خبرداري خپاره کړل او له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي؛ خو وروسته یې اعلان وکړ، چې ګواښ پای ته رسېدلی دی.

د کویټ پوځ هم ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د دښمنو بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې اقدام کړی؛ خو د دغو الوتکو سرچینه یې نه‌ده پر ګوته کړې او د مرګ او ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه یې هم معلومات نه‌دي ورکړي.

په هرمز تنګي کې د بېړیو پر وړاندې کړکېچ زیات شوی

د پوځي نښتو له تازه پېښو سره هم‌مهاله، د هرمز تنګي په اوږدو کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو نور راپورونه هم خپاره شوي دي. هرمز تنګی د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه لار ده.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې د عمان د غنم ټاپو ته څېرمه یوې تېل‌وړونکې بېړۍ هغه مهال اور واخیست، چې له یوه ماین سره ولګېده.

د ایران پاسداران ځواکونو د څرګندونو له مخې، دغه بېړۍ په داسې سمندري مسیر کې روانه وه، چې تهران یې اجازه نه‌وه ورکړې.

په خبرپاڼه کې د بېړۍ نوم او د عملې د غړیو په اړه معلومات  ورکړ شوي نه‌دي.

ایراني ځواکونو په تنګي کې د نورو بېړیو له اور اخیستو هم خبر ورکړی؛ خو رویټرز ویلي، چې دغه ادعاوې یې په خپلواکه توګه  تائید کړي نه‌دي.

دغه راز د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، چې د عمان د خصب بندر شمالي لوري ته د تر برید لاندې د نیول شوې تېل‌وړونکې بېړۍ عمله نه موندل کیږي.

د راپورونو له مخې، پر دې بېړۍ د نومبر پر شپاړلسمه لومړی برید شوی و، چې له هغې وروسته پرې دوه‌یم برید هم شوی او بیا یې اور اخیستی دی.

د ډیپلوماټیکو هڅو دوام

د پوځي فعالیتونو له بیا زیاتېدا سره- سره د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي او قطر او عمان د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره خپلې اړیکې روانې ساتي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د نومبر پر اووه‌لسمه ویلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو د راکمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د کړکېچ زیاتېدا به سمندري تګ راتګ، نړیوال اقتصاد او د هوکړې د ترلاسه کولو فرصتونه له ګواښ سره مخ کړي او له ټولو لوریو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم عمان ته تللی او هلته یې له سلطان هیثم بن طارق او د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره لیدلي دي.

د عمان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو خبرو کې د کړکېچ د کمولو او د بحران د سوله‌ییز حل لپاره د زمینې برابرولو پر هڅو بحث شوی دی.

په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدا او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د ژر او مثبتې پای ته رسېدا غوښتنه کړې ده.

فیدان له تهران څخه غوښتي، چې د اختلاف د حل لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړي او ټینګار یې کړی، چې د سمندري تګ راتګ خونديتوب بېرته ټینګول او د ګاونډ هېوادونو امنیتي اندېښنو ته رسېدنه مهمه ده.

دغه جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو له‌خوا پر ایران د بریدونو له پیل سره رامنځته شوې ده. واشنګټن د ایران پر بندرونو بندیز لګولی دی. په داسې حال کې، چې تهران اوس هم د هرمز تنګي له لارې بحري تګ راتګ محدودوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بحري تګ راتګ د لاسرسي او د امریکا د بندیزونو پر سر اختلافونه اوس هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سعودي ائتلاف د توغول شويو بالسټیک توغنديو او بې‌پیلوټه الوتکو مخه ونیوله

حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.

Published

on

 

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې د ایران پلوه حوثيانو پر وړاندې جګړه کوي؛ وايي، چې د یکشنبې پر ورځ یې د سعودي پلازمېنې ریاض پر لور د توغول شويو دوه بالسټیک توغنديو او د دې هېواد په ختیځه نفت‌لرونکې سیمه کې د درې بې‌پیلوټه الوتکو مخنیوی کړی دی.

حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، تېره اوونۍ پر ریاض د حوثیانو په یوه برید کې د سعودي د تېلو دولتي شرکت آرامکو یوه اداري ودانۍ زیانمنه شوې وه.

د سعودي عربستان ختیځه سیمه، چې د دغه هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده؛ په تېرو څو اوونیو کې د حوثیانو د څو بریدونو موخه ګرځېدلې ده.

په دې سیمه کې د سعودي عربستان د تېلو او ګازو ډېری زېرمې پرتې دي او د آرامکو شرکت مرکزي دفتر هم په کې دی.

دغه دفتر هم د اوکټوبر د میاشتې په یوه برید کې سخت زیانمن شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې حوثیانو پر سعودي هوايي ډګرونو، بندرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي او سعودي عربستان هم په ځواب کې د یمن د حوثیانو پر مورچلو هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!