سیمه ییز خبرونه
د پاکستان سترې محکمې له زندانه څخه روغتون ته د عمران خان د لېږدولو امر وکړ
محکمې امر کړی، چې ۷۳ کلن عمران خان دې په ۴۸ ساعتونو کې د شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي او لږ تر لږه دې د سپټمبر تر تر شپاړلسمې هلته پاتې شي. شونې ده، چې په همدې نېټه د هغه دوسیه بیا وڅېړل شي. ویل کیږي، چې د نوموړي لېږد به تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شي.
د پاکستان سترې محکمې چارواکو ته امر کړی، چې د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د روغتیايي اندېښنو له کبله له اډیاله زندان څخه د اسلامآباد یوه روغتون ته ولېږدوي.
محکمې امر کړی، چې ۷۳ کلن عمران خان دې په ۴۸ ساعتونو کې د شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي او لږ تر لږه دې د سپټمبر تر تر شپاړلسمې هلته پاتې شي. شونې ده، چې په همدې نېټه د هغه دوسیه بیا وڅېړل شي. ویل کیږي، چې د نوموړي لېږد به تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شي.
دغه حکم د عمران خان د کورنۍ، وکیلانو او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له غوښتنو وروسته صادر شوی دی. دوی څو ځله د عمران خان د روغتیايي وضعیت د خرابېدا او روغتیايي خدمتونو ته د هغه د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د سترې محکمې درې کسیزې قضايي ډلې هم د عمران خان د روغتیایي کتنې او درملنې لپاره د یوه طبي پلاوي د جوړولو امر کړی دی.
د عمران خان خور ډاکټرې عظمی خان او د هغه شخصي ډاکټر ته اجازه ورکړ شوې، چې د نوموړي د کتنې او درملنې پر مهال حضور ولري. د درملنې لګښتونه به هم د هغه کورنۍ ورکوي.
د عمران خان وکیلانو له دې مخکې ویلي وه، چې نوموړي د زندان په موده کې د خپلې ښۍ سترګې د لید یوه د پام وړ برخه له لاسه ورکړې ده. هغه د روان کال په لومړیو کې هم د سترګې د یوې ستونزې له کبله تر درملنې لاندې و.
د تحریک انصاف ګوند ویاند ذوالفقار بخاري د سترې محکمې له پرېکړې هرکلی کړی؛ خو ویلي یې دي، چې عمران خان باید مخکې روغتون ته لېږدول شوی وای؛ ځکه د نوموړي پر وینا د عمران خان روغتیايي وضعیت له دې وړاندې د پام وړ خراب شوی دی.
محکمې اړوند چارواکو ته هم امر کړی، چې په روغتون کې د عمران خان د بستر کېدا پر مهال د روغتون شاوخوا امنیت او عامه نظم خوندي کړي.
عمران خان د ۲۰۲۳ز.کال له اګست راپدېخوا په څو قضیو کې له محکومېدا وروسته په زندان کې دی. نوموړی او ګوند یې دغه قضیې سیاسي انګېزه لرونکې بولي. د هغه یو شمېر محکومیتونه ځنډول شوي یا لغوه شوي او په ځینو نورو قضیو کې یې د استیناف غوښتنې تر څېړنې لاندې دي.
عمران خان له ۲۰۱۸ز.کال څخه د ۲۰۲۲ز.کال تر اپریل پورې د پاکستان لومړی وزیر و او د ۲۰۲۲ز.کال په اپریل کې د باور رای له لاسه ورکولو وروسته له دندې لرې شو.