Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان عبدالولي خان پوهنتون افغان ښځو ته ۵۰ بورسونه ورکوي

خپور شوی

د

د پاکستان د خیبر پښتونخوا عبدالولي خان پوهنتون څرګنده کړې، چې افغان ښځو ته به ۵۰ بورسونه ورکړي.

د دغه پوهنتون د مالي چارو رییسې شایسته ارشاد امریکايي خبري آژانس دی میدیا لاین ته ویلې: راتلونکی کال به د افغان ښځینه محصلینو لپاره نور بورسونه هم برابر کړو. ښځینه محصلین کولی شي د پوهنتون د اوبپاڼې له لارې نوم‌لیکنه وکړي.

د دغه خبری آژانس د راپور له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا صوبه کې عبدالولی خان پوهنتون او خیبر طبی پوهنتونونو چارواکو په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال د افغان محصلینو د روزنې پرېکړه وکړه.

د خیبر طبي پوهنتون مرستیال ضیاء الحق افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې دا پوهنتون د فزیوتراپي او فارمسي په ګډون په ټولو څانګو کې د افغان محصلینو د داخلې هرکلی کوي او د هغوی د داخلې اسانتیاوې به برابروي.

د دغه پوهنتون ویاند عالمګیر خان ویلي: د دې پرېکړې موخه د جنګ ځپلي افغانستان د روغتیايي ستونزو د اواري لپاره د روزل شویو طبي پرسونل له شتوالي سره مرسته ده.

هغه زیاته کړې: مونږ پرېکړه کړې، چې د عمومي طب او غاښونو طب په ګډون په ټولو ځانګو کې له افغان زده‌کوونکیو څخه هم هومره فیس واخلو، چې له پاکستانيو زده‌کوونکیو یې اخلو. د لومړي ځل لپاره افغان محصلینو په ځانګړي توګه ښځینه محصلینو ته د داخلې زمینه برابره شوې، چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي. مونږ د داخلې لپاره کومه ونډه نه‌ده ځانګړې کړې. ټول افغان محصلین، چې راځي منل کیږي. زمونږ وړاندیز د ټولو افغان محصلینو لپاره دی، هغه که په پاکستان کې وي او که افغانستان.

عالمګیر خان زیاته کړې: دې ادارې د افغان چارواکو له غوښتنې سره سم دا پرېکړه کړې او پلاوي یې له مونږ سره لیدلي دي. د خوښۍ ځای دی، چې افغان چارواکو په ځانګړي توګه د ښځو د لوړو زده‌کړو په برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړی. افغان پلاوي د ښځو د ښوونې او روزنې په برخه کې واقعا خوشبینه او مناسب چلند درلود. د افغان چارواکو له غوښتنې سره سم به په کابل کې د خیبر طبي پوهنتون د استازولۍ دفتر جوړ شي او په دې برخه کې یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!