تازه خبرونه
د پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.
هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.
فراهي ټینګار کړی، چې د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت لهخوا بېځوابه پاتې نهشي او « اسلامي امارت به په مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي».
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خپله رسمي اعتراضیه سپارلې ده.
افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.