تازه خبرونه
د چین، تاجکستان او افغانستان تر منځ دې ټرانسپورټي دهلیز جوړ شي- امام علي رحمان
امام علي رحمان او شي جينپينګ د يوه کمربند او يوې لارې پروژې په چوکاټ کې د همکارۍ پر دوام خوښي څرګنده کړه
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل چينايي سيال شي جینپینګ سره له کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وړانديز وکړ، چې د چين، تاجکستان او افغانستان د ټرانسپورټي دهلېز په اوږدو کې د سړک او اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره دې عملي هڅې په پام کې ونیول شي.
هغه ټینګار کړی، چې د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټي دهلیز جوړول به سیمهییزه سوداګري او نښلېدا پراخه کړي.
په دې کتنه کې امام علي رحمان او شي جينپينګ د يوه کمربند او يوې لارې پروژې په چوکاټ کې د همکارۍ پر دوام خوښي څرګنده کړه.
د يادونې ده، چې تاجکستان ته د شي جينپينګ د سفر پرمهال دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې د ٢٩ مهمو سندونو پر لاسليکولو خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړې دي.