تازه خبرونه

د چین هېواد د بشري مرستو لومړۍ ټولګه کابل ته راورسېده

Published

on

پرون ماښام (چارشنبه د وږي ۷ ) د چین هېواد د تېر حکومت له ړنګیدو وروسته د بشري مرستو خپله لومړۍ ټولګه افغانستان ته راولیږله.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یی په خپل ټویټ کې ویلي، چې په دې مرستو کې کمبلې او ګرمې جامې دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه مرستې د افغانستان له خلکو سره د چینایانو ژوره ملګرتیا ښیي.

وانګ یي زیاته کړې: دا مرستې له افغانانو سره د چینایانو ژوره ملګرتیا ښیي او د یو مهم هېواد په توګه د چین اغېزمنتیا په ډاګه کوي.

د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت هم په یوه رسنیزه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې چینايانو ۴۰۰۰ تختې کمبلې او درې زره ۷۸۰ کوړې بنیانونه او جاکټونه رالیږلي دي

د وزارت د څرګندونو له مخې، دا مرسته به پر بې ځایه شویو ووېشل شي.

د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې چین له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانانو د ژوندانه د شرایطو د ښه کولو لپاره همکاري وکړي.

په هېواد کې د جګړې له زور اخیستو سره سم زرګونه کورنۍ په ټول هېواد کې بې ځایه شوي او د هېواد نسبتا خوندي سیمو ته یې پناه وړې ده.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې پېنځه میلیون داخلي بې ځایه شوي خلک بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید ورسره مرسته کوي.

د کډوالو چارو وزارت ويلي؛ شاوخوا یو میلیون داخلي بې ځایه شوي خلک لرو، چې ورسره دغه وزارت په ځانګړیو پروګرامونو کار کوي.

Trending

Exit mobile version