تازه خبرونه
د ښځو پر زدهکړو بندیز دایمي ندی – د لوړو زدهکړو وزیر
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ويلي، د نجونو د زدهکړو مخه یې په بشپړه توګه نده نیولې او تر بل امر پورې ځنډول شوې ده.
په کابل پوهنتون کې د افتا او قضا څانګې د څانګوالو د فراغت په غونډه کې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي، چې د نجونو پر زدهکړو یې له یوې مخې بندیز ندی لګولی.
دی وايي، چې د نجونو د زدهکړو د ځنډولو پر پرېکړه نیوکه کوونکي له بي انصافۍ کار اخلي او شرایط نه درک کوي.
ندا محمد ندیم زیاته کړې، چې په دې برخه کې د یو شمېر بنسټونو نیوکې غیر عادلانه دي او د اسلامي امارت رهبري به هغو غوښتنو ته غاړه کېدي، چې د هېواد له دین او دود سره په ټکر کې نهوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت د ښځو له کرامت، دین او اقتصاد څخه دفاع ته ژمن دی او د ښځینه استادانو معاشونه ځنډول شوي ندي او خپل معاشونه اخلي.
ندا محمد ندیم زیاته کړې، چې د لوړو زدهکړو وزارت د ښځو د تحصیل په خلاف هیڅ ډول غلطه اراده نلري، ځکه چې په خبره یې اسلامي امارت د ښځو عزت، دین او اقتصاد ته جدي پاملرنه کوي او دا مهال د ښځینه استادانو معاشونه ورکوي.
د لوړو زده کړو زیر وايي؛ هغه غوښتنې، چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي د ندي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په دې غونډه کې ویلي، چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې باید له تعصبونو سره مبارزه وشي او د دیني او عصري علومو سندونه باید د اعتبار او ارزښت وړ وبلل شي.
د هغه د څرګندونو له مخې، افغانستان يووالي ته اړتيا لري او د يووالي لپاره بايد ټول کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په سړو سیمو کې د دوشنبې پر ورځ پوهنتونونه پیل شوي؛ خو له نجونو پرته یوازې هلکانو ته د تحصیل اجازه ورکړ شوې ده.