تازه خبرونه

د ښځو پر کار د بندیز له کبله یو شمېر انجوګانو خپل فعالیتونه ودرول – اکبر موسسه

Published

on

د افغانانو لپاره د بشري مرستو او پراختیا د همغږۍ ادارې (اکبر) د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي ۵ ) څرګنده کړې، چې له دې ادارې سره د ثبت شویو غیرانتفاعي موسسو ډېريو غړیو خپل بشري فعالیتونه بند او یا کم کړي دي.

دغو موسسو په داسې حال کې یه افغانانو سره مرستې بندې کړي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت په دې وروستیو کې د یو مکتوب پر خپرولو په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د اکبر موسسې په اعلامیه کې راغلي: مونږ له اقتصاد وزارت څخه غواړو، چې د ښځو د کار د ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي او د دې مسئلې د حل لپاره دې خبرې اترې پیل کړي، چې یوه رغنده او دوامداره حل لار وموندل شي.

دغه رياست وايي، چې د ديني دودونو او اصولو د درناوي په موخه ښځينه کارکوونکي د افغانستان خلکو ته د غير انتفاعي موسسو د بشري خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي.

یادې موسسې زیاته کړې؛ د ښځو لرې ساتل به د بېړنيو خوراکي مرستو، روغتيايي خدمتونو، ښوونې او روزنې، ساتنې او د معلولينو لپاره د خدمتونو پر وېش ناوړه اغېز وکړي.

د اکبر موسسې د اعلامیې پر بنسټ، دغې ادارې ۵۵۲۴۹ افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې ۲۸ سلنه یې ښځې دي.

په دې اعلامیه کې دا هم راغلې: د ښځو د کار د بندولو پرېکړه؛ انجوګانې بېوسه کوي او نشي کولی، چې په افغانستان کې خپل کار وکړي. له ښځینه کارمندانو پرته، مونږ نشو کولی هغو کسانو ته ورسیږو، چې مرستې ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version