تازه خبرونه
د کابل د میرویس میدان په اړوند سیمه کې چاودنې ۲ کسا ټپیان کړل
نن له غرمې مخکې د کابل د پېنځمې امنیتي حوزې په میرویس میدان کې د ماین په چاودنه کې یوه ښځه او یو نرینه ټپیان شوي دي.
دې چاودنې په سیمه کې یو شمېر کورونو ته هم زیان اړولی دی.
ماین د سړک په غاړه کې ایښودل شوی و او د چاودنې پر وخت په سیمه کې هیڅ پوځي پرسونل او وسایط نه ول.
ایمل نومی شاهد وایي: د چاودنې پر مهال مې دوه ټپیان ولیدل.
تیمورشا نومي ویلي: زه دننه پلورنځي کې وم، چې د چاودنې غږ مې واورېد؛ ځان مې خوندي کړ، چې وروسته ووتم یو زرنجدار او یو بل کس ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل د چاودنو شاهد دی او ښاریان له اسلامي امارته غواړي، چې د دې ډول چاودنو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون پنجو ته وسپارل شي.
ښاري فایز نومي ویلي: له دې مخکې جمهوري حکومت و او ویل مو، چې چاودنې اسلامي امارت کوي؛ خو اوس ، چې چاودنې کیږي نه پوهیږو او له راتلونکي نا هیلي یوو.
د کابل د پېنځمې حوزې د استخباراتو قومندان ويلي، چې ، چې په چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
د پېنځمې امنیتي حوزې د استخباراتو آمر محمد امین وقاص ويلي؛ ماین د نا معلومو کسانو لخوا ایښودل شوی و، چې په کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه د جمعې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنې ځاني زیانونه رامنځته کړل او داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه.