تازه خبرونه
د کابل پر«امید روغتون» دې د پاکستان هوايي برید خپلواک وڅېړل شي
یادې ټولنې ویلي؛ د دوی څېړنو داسې هیڅ شواهد نهدي موندلي، چې ګواکې دغه مرکز پوځي کارونې ته ځانګړی شوی و او یا په کې وسلې او مهمات ساتل کېدل.
د بښنې نړیوالې ټولنې تازه څېړنه ښيي: د پاکستان هوايي برید، چې د مارچ پر شپاړلسمه په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز«امید روغتون» ترسره شوی؛ « له نړیوال بشردوستانه قانون څرګنده سرغړونه» ده او ښايي د جنګي جنایت بېلګه وبلل شي.
یادې ټولنې ویلي؛ د دوی څېړنو داسې هیڅ شواهد نهدي موندلي، چې ګواکې دغه مرکز پوځي کارونې ته ځانګړی شوی و او یا په کې وسلې او مهمات ساتل کېدل.
د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، د پاکستان دغه هوایي برید د نړیوال بشردوستانه قانون بنسټیز اصول؛ پر ځانګړي توګه د روغتیايي مرکزونو خوندیتوب او د پوځي موخو او ملکي وګړو ترمنځ د تفکیک اصل، تر پښو لاندې کړی دی.
د بښنې نړیوالې ټولنې د سویلي آسیا د برخې سرپرستې ایزابیل لاسي ویلي، پر «امید روغتون» برید« له نړیوال بشردوستانه قانون څرګنده سرغړونه» ده او ښايي د جنګي جنایت بېلګه وبلل شي.
هغې له پاکستان څخه غوښتي، چې د دغه مرکز د پر نښه کولو د پرېکړې بهیر په اړه روڼ، خپلواکه او بې پرې څېړنه ترسره کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
د دغې ټولنې د موندنو له مخې؛ برید داسې مهال ترسره شوی، چې «امید روغتون» له یوې لسیزې ډېر وخت د درملنې یو روغتیايي مرکز پېژندل کېده او د برید پر مهال هم تر زر ډېر ناروغان په کې ول. د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې د مرکز د تخلیې لپاره هیڅ مخکینی خبرداری ورکړ شوی نهو.
یادې ټولنې ویلي، د دې راپور د چمتو کولو لپاره یې له ۶۰ څخه ډېر انځورونه او ویډیوګانې، تر ۳۰ زیاتې سپوږمکۍ انځورنې او همدارنګه د ۱۱ شاهدانو، کارکوونکو او د قربانیانو د کورنیو د غړو څرګندونې ارزولې دي.
د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو هغه مهال ادعا کړې وه، چې دغه مرکز د وسلو او مهماتو د ساتنې لپاره کارېده؛ خو د خپرو شویو انځورونو او د مهماتو د پاتې شونو ارزونه د دوهیم ځل چاودنو او یا د وسلو د زېرمې د شتون هیڅ نښه نهتائیدوي.
بښنې نړیوالې ټولنې همدارنګه یادونه کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي(یوناما) له دې مخکې تائید کړې وه، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان دي.
یادې ټولنې له پاکستاني حکومت څخه غوښتي: که کافي شواهد موجود وي؛ نو ټول هغه کسان دې د نړیوالو قوانینو له مخې تر عدلي تعقیب لاندې راولي، چې د دغه برید د پرېکړې او عملي کولو مسوولیت یې درلود.
تازه خبرونه
پاکستان افغان طبي زدهکړیالان د فراغت په درشل کې وشړل؛ دا ظلم او کرکه ده – ځدراڼ
.سفیر پیشین پاکستان در افغانستان نیز خواستار بازنگری در تصمیم درباره محصلین افغان شد.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پاکستان د طبي زدهکړو او غاښونو طب د زدهکړیالانو د ایستلو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د زدهکړې په وروستي کال کې د افغان زدهکړیالانو ایستل یوه « له کرکې او ظلمه ډکه کمزورې» کړنه ده.
هغه ویلي:« امریکا او ایران په جګړه کې دي؛ خو ایراني زدهکړیالان له امریکايي پوهنتونونو نهایستل کېږي. پاکستان افغان طبي زدهکړیالان د زدهکړو په وروستي کال کې ایستلي دي. دا ځواک نهدی، بلکې سپکاوی، ظلم او کرکه ده.»
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې د پاکستان د طبي زدهکړو او غاښونو طب شورا افغان زدهکړیالانو ته، چې د دغه هېواد په بېلابېلو د طب او غاښونو طب په پوهنځیو کې زدهکړې کوي؛ افغانستان ته د ستنېدا امر کړی او تعلیمي بنسټونه یې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو منع کړي دي.
دغې شورا د سپټمبر د لومړۍ نېټې د لارښوونې له مخې: هغه افغان اتباع، چې له دې مخکې د پاکستان په طب پوهنتون یا غاښونو طب پروګرامونو کې شامل شوي؛ اړ دي، چې افغانستان ته ستانه شي. تعلیمي بنسټونه هم مکلف شوي، چې ټول اداري پړاوونه، د نهممانعت سند (NOC) ورکول او د زدهکړیالانو د وتلو آسانتیاوې بشپړې کړي.
دغه راز شورا ویلي، چې په روان ښوونیز کال کې به تر بلې خبرتیا پورې افغان اتباعو ته د زدهکړو د منلو، د ځای بدلولو، لېږد، د زدهکړو د انتقال یا نورو «آسانتیاوو» اجازه نهورکول کېږي.
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا روښانه کړې نهده ، چې اوسمهال د دې هېواد په طبي او غاښونو طب پوهنځیو کې څومره افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي او آیا هغه زدهکړیالان به له دې پرېکړې مستثنا وي، چې د خپلو زدهکړو د بشپړولو په درشل کې دي که نه.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې په سخت ډول ترینګلې شوي او سلامآباد د افغان اتباعو د بېرته ستنولو بهیر پراخ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر یودېرشمې پورې څه باندې ۲.۶ میلیون افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان وايي، د افغانانو ایستل د ملي امنیت د خوندي کولو او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره اړین دي؛ خو ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونو څو ځله د افغانانو، زیانمنو کسانو او جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اسلامآباد او کابل اړیکې هم د پاکستان د هغو ادعاوو له کبله سختې ترینګلې شوي، چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او وايي؛ هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره پر پاکستان د برید لپاره وکاروي.
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا نوې لارښوونه پر افغانانو لګېدلي محدودیتونه نور هم پراخوي؛ ځکه دا پرېکړه یوازې بېاسناده کډوال، پناهغوښتونکي یا هغه کسان نه رانغاړي، چې معتبره ویزه نهلري، بلکې هغه زدهکړیالان هم پهکې دي، چې له دې مخکې یې د پاکستان په مسلکي طبي پروګرامونو کې نوملیکنه کړې ده.
دغه راز د پاکستان پخواني سفیر هم د افغان زدهکړیالانو په اړه د اړوند پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د پاکستان له طبي او غاښونو طب شورا غوښتي، چې په پوهنتونونو او طبي پوهنځیو کې د افغان زدهکړیالانو په اړه خپله پرېکړه د بشري دلایلو او د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو له مخې بیا وڅېړي.
هغه وړاندیز کړی، چې افغان زدهکړیالانو ته دې اجازه ورکړ شي، چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته افغانستان ته ستانه شي.
تازه خبرونه
افغانستان څه باندې ۴۰ کلن جنګ او طبیعي آفتونه زغملي دي – م.م
د ملګرو ملتونو ټولنې د سېشنبې پر ورځ( د وږي اووهلسمه / د سپټمبر اتمه) ویلي، چې د افغانستان خلک اوس هم د لسیزو جګړو، بېثباتۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي او د هېواد په پراخو سیمو کې بشري اړتیاوې هم شته.
ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان له ۴۰ کلونو زیات جنګ او طبیعي آفتونه زغملي او اوس په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس لري.
د ملګرو ملتونو ټولنې د سېشنبې پر ورځ( د وږي اووهلسمه / د سپټمبر اتمه) ویلي، چې د افغانستان خلک اوس هم د لسیزو جګړو، بېثباتۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي او د هېواد په پراخو سیمو کې بشري اړتیاوې هم شته.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هېواد د وګړو یوه لویه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دې ټولنې د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو بشري ناورینونو څخه د یوه پر لوري روان دی او نږدې ۲۳ میلیون کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ به پاتې شي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.
دغه راز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د بشري ناورین د اواري او له خلکو سره د مرستې لپاره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
تازه خبرونه
له امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت
عبدالقهار بلخي له «سيبياس نیوز» سره په خبرو کې ویلي:« دغه تجهیزات اوس د افغانستان د دولت اړوند دي او مونږ د افغانستان د دولت د شتمنیو پر سر د معاملې او راکړې ورکړې په لټه کې نهیوو.»
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې له امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغانستان د دولت ملکیت دي.
عبدالقهار بلخي له «سيبياس نیوز» سره په خبرو کې ویلي:« دغه تجهیزات اوس د افغانستان د دولت اړوند دي او مونږ د افغانستان د دولت د شتمنیو پر سر د معاملې او راکړې ورکړې په لټه کې نهیوو.»
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې یاد تجهیزات د امریکايي مالیه ورکوونکو پر پیسو پېرل شوي؛ ویلي، امریکا په افغانستان کې ډېر څه ترسره کړي او «ډېر کسان یې وژلي او د هېواد ډېره برخه یې ویجاړه کړې ده.»
بلخي زیاته کړې:« آیا امریکایان باید لومړی د خپلو دغو کړنو بیه ورنهکړي؟»
« سيبياس نیوز» د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې پر مناسبت په یوه مطلب کې لیکلي، چې له دغو بریدونو ۲۵ کاله وروسته، اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان واکمني کوي او دا ځل هم د امریکايي ځواکونو له پاتې شویو پوځي تجهیزاتو څخه برخمن دی، چې ارزښت یې ۷ میلیارډ ډالره ښودل شوی دی.
-
تازه خبرونه2 days agoپنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز
-
تازه خبرونه3 days agoله امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول
-
تازه خبرونه2 days agoایران پر ویلچر ناست یو زنداني معلول افغان اعدام کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول
-
تحول3 days agoتحول: افغانستان او د منځنۍ آسیا د امنیت پر سر د قدرتونو سیالي
-
تازه خبرونه3 days agoد بدخشان په واخان کې یو اسټرالیایي سېلانی د زړه له درېدا مړ شو
-
نړۍ1 day agoاروپايي ټولنه د ګرینلینډ د نیولو لپاره د ټرمپ د هڅو په غبرګون کې پانګونه زیاتوي
-
سوداگري1 day agoسعودي دلتا شرکت په افغانستان کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او پراختیا تړونونه لاسلیک کړل
