تازه خبرونه

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د لمریزې برښنا تولیدي پروژه پرانیستل شوه

د برښنا شرکت اجرائیوي رییس د یادې برښنا د پرانیستې په مراسمو کې، چې نن سې‌شنبه(د مرغومي شپاړلسمه ) ويلي، چې په اوسني عصر کې برښنا د انسان په بدن کې د وینې د جریان په څېر اړینه ده او د هېواد د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ لپاره دوی د انرژۍ تولیدي سرچینو ته مخه کړې ده.

Published

on

د کابل په سروبي کې د برښنا شرکت له‌خوا د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید او لېږد پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د برښنا شرکت اجرائیوي رییس د یادې برښنا د پرانیستې په مراسمو کې، چې نن سې‌شنبه(د مرغومي شپاړلسمه ) ويلي، چې په اوسني عصر کې برښنا د انسان په بدن کې د وینې د جریان په څېر اړینه ده او د هېواد د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ لپاره دوی د انرژۍ تولیدي سرچینو ته مخه کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت رییس عبدالباري عمر زیاته کړې: دا پروژه، چې د برښنا تولید او لېږد دوه برخې لري له ۱۸ میلیون ډالرو څخه پر ډېر لګښت بشپړه شوې ده.

دې شرکت زیاته کړې؛ په دې پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ افغان انجنیران او یو زیات شمېر افغان کارګران کار کوي.

دغه راز انجینرانو د بېخبنایي پروژو په برخه کې له خپلو کړنو څخه رضایت څرګند لري او څرګندوي؛ دوی په دې پروژه کې د ترسره شوي کار پر کیفیت بشپړ باور لري.

د رییس الوزرا ادري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې افغانستان اوسمهال د استوګنې کورونو لپاره له ۵ زره میګاواټو څخه ډېرې برښنا او د صنعتي سکتور لپاره له ۱۰ زره میګاواټو څخه ډېرې برښنا ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له تېرو وختونو په هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ میګاواټو برښنا تولیدېده؛ خو وروسته له هغې، چې اسلامي امارت حاکمیت بېرته ترلاسه کړ؛ یوازې په یوه کال کې له ۱۲۰۰ میګاواټو څخه پر ډېره برښنا پانګونه شوې ده.

د رییس الوزرا اداري مرستیال زیاتوي، چې هره ورځ شاوخوا پېنځه زره کډوال له ایران او پاکستان څخه جبري هېواد ته راستنیږي او دا ډېره دردونکې ده؛ ځکه، چې ماشومان، ښځې او ډېر بې‌وزله خلکو هلته هرڅه له لاسه ورکړي او ډېر مظلومانه راستنیږي.

دغه راز د اسلامي امارت یو شمېر نور چارواکي په دې پروګرام کې د برښنا کافي تولید د سیاسي، اقتصادي ثبات او ټولنیزې هوساینې لپاره اړینه ګڼي.

په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو هم په دې مراسمو کې د ترکي شرکتونو له خوا د اته میلیارډ ډالرو پانګونې اعلان وکړ او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ ملاتړ ته یې د خپل هېواد ژمنه تکرار کړه.

Trending

Exit mobile version