تازه خبرونه

د کابل پوځي هوايي ډګر ته نږدې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي؛ د یکشنبې پر ورځ د کابل له پوځي هوايي ډګر بهر چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع تکور ويلي: نن سهار د کابل پوځي هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه وشوه، چې له کبله یې زمونږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

نوموړي د چاودنې د بڼې او موخې په اړه څه ویلي ندي.

هغه زیاته کړې: په دې اړه څېړنې روانې دي.

ځايي اوسېدونکيو ويلي؛ نن سهار اته بجې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د يوې درندې چاودنې غږ واورېدل شو.

دوی څرګنده کړې؛ د چاودنې سیمه د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې ده او ټولې لارې یې تړلې دي.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې برید مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version