تازه خبرونه
د کانونو او پټرولیم وزارت نوي چارسمبالي په کانونو کې د پانګونو غوښتنه وکړه
هدایت الله بدري نن (سې شنبه د چنګاښ نولسمه) د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکیو ته د معرفۍ په مراسمو کې ویلي؛ دوی به اجازه ورنکړي، چې خام مواد له هېواده بهر ولېږدول شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت نوي چارسمبالي هدایت الله بدري پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ، چې د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
هدایت الله بدري نن (سې شنبه د چنګاښ نولسمه) د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکیو ته د معرفۍ په مراسمو کې ویلي؛ دوی به اجازه ورنکړي، چې خام مواد له هېواده بهر ولېږدول شي.
هغه په دوامدار ډول په قراردادونو کې پر شفافیت ټینګار وکړ.
بدری وایي: مونږ کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلبوو. مونږ هڅه کوو، چې د هېواد دننه کانونه پروسس او د اومه توکو د صادراتو مخه ونیسو. مونږ پر بشپړ شفافیت قراردادونه تر سره کوو او خپله تخنیکي وړتیا لوړوو.
په دې مراسمو کې د چارو ادارې مشر ټینګار وکړ، چې په حکومت کې تبدیلي او بدلون یوه عامه خبره ده او د کارونو په ترسره کولو کې هیڅ ډول ستونزې نه رامنځته کیږي.
د چارو ادارې مشر نورالحق انور وايي: د شريعت له مخې امير ټاکونکی او خپل مکلفيتونه لري او څوک، چې ټاکل کېږي هم خپل مکلفيتونه لري. شريعت د دواړو خواوو لپاره خپلې سپارښتنې او هدایتونه واضح کړي دي. تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې امیر په خپلو ګمارنو کې د شریعت ټول معیارونه مراعاتوي او څوک، چې په جوړښت کې دننه کیږي په رښتیا هم وړ اهلیت لري.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی چارسمبالی شهاب الدین دلاور هم په حکومت کې د بدلون راوستل اصولي بولي او وايي، چې دوی د مشرتابه د امر تابع دي.
شهاب الرین دلاور هم د سرې میاشتې ادارې د مشر په توګه خپله دنده پیل کړه.
هغه ويلي: د اسلامي نظام خدمتونه بايد د ټولو لپاره يو شان وي؛ خو لومړيتوب بايد هغو کسانو ته ورکړ شي، چې ډېر ځورېدلي دي.
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت رهبر د اسلامي امارت ۹ مسوولان له خپلو پخوانیو دندو ګوښه او پر نویو دندو وګمارل، چې نن یې دې دوه کسانو پر دندو پیل وکړ.
اوږند خبرونه:
اسلامي امارت د کانونو وزارت او د مرکزي بانک چارسمبالي بدل کړل