لوبی
د کرکت مینه والو ته ښه زیری! آریانا تلویزیون د ۲۰۲۳ کال شل آوریز نړیوال لیګ سیالۍ خپروي
آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې په افغانستان کې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړی حق تر لاسه کړی او د جمعې پر ورځ (د جنورۍ ۱۳) به د دغو سیالیو ژوندۍ خپرونې پیل کړي.
د شل آوریز نړیوال لیګ د لومړي پړاو ۳۴ سیالۍ په دوبۍ، شارجه او ابوظبي ښارونو کې ترسره کېږي او دا سیالۍ به د فبرورۍ تر دولسمې روانې وي.
په دې سیالیو کې به شپږ لوبډلې ولوبیږي، چې ابوظبي نایت رایدرز، دوبۍ کپیتلز، ګلف جاینتز، دیزرت وایپرز، ایم آی امارات او شارجه واریرز دي.
له هند غوره لیګ وروسته، شل آوریز نړیوال لیګ د ډېرلګښت لرونکی سوداګریز لیګ دی. دې لیګ له ټولې نړۍ څخه یو شمېر مشهور لوبغاړي خپل کړي، چې له شک پرته به سیالۍ نورې هم پر زړه پوري کړي.
سربېره پردې د نورو کورنیو سیالیو پرپرتله په دې لیګ کې لوبډلې کولی شي په خپل جوړښت کې ۹ بهرني لوبغاړي ولري.
د افغانستان ۱۰ لوبغاړي به په دغه نوي لیګ کې خپلې وړتیاوې وښيي، چې د حضرت الله ځاځی، قیس احمد، فضل الحق فاروقي، ظاهر خان، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، نور احمد، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن او نوین الحق نومونه یې د یادونې وړ دي.
نبي، چې د شارجې واریرز لوبډلې برخه ده؛ څه وخت مخکې له دی نشنل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وه، چې هیله دی لوبډله به یې په هره لوبه کې د لوبېدو وړتیاوې وښیي.
نبي ويلي: زه غواړم، چې زما لوبډله سيالي وکړي، نه د دې لپاره، چې لوبه يو طرفه وي. که دا بریا وي یا ماته، مینه وال باید د لوبې له لیدو خوند واخلي.
د ۲۰۲۳ نړیوال شل آوریز لیګ د لوبډلو جوړښت:
د ابوظبي نایت رایدرز لوبډله: سونیل ناراین (لوبډلمشر) آندرې رسیل، جاني بیرستو، پال سترلینګ، لیهرو کومارا، چریت سلانکا، برندون ګوور، کالین اینګرام، عقیل حسین، سیکوګي پراسانا، راوي رامپال، ریمون ریفر، کینار لیویس، مطیع الله خان، فرهاد نواز، صابر علي، علي خان، زوار فرید او زمان خان.
دیزرت وایپرز لوبډله: کالین مونرو (لوبډلمشر)، ونیندو هسرنگا، سام بیلینګز، الیکس هیلز، تام کوران، سندیپ لمیچاني، ثاقب محمود، شېرفاني روترفورد، بین دوکیت، بیني هاویل، شیلدون کاتریل، روبین ترمپیلمن، اعظم خان، روحان مصطفی، شېراز احمد، علي نصیر، روناک پانولي، آرین لکرا او روزونکی: جیمز فوستر.
د دوبۍ کپیتلز لوبډله: روفمن پاول (لوبډلمشر)، دشمنتا چمیرا، حضرت الله ځاځي، فبیان آلن، مجیب الرحمن، سکندر رضا، ایسورو ادانا، نیروشان دیکویلا، داسون شناکا، بنوکا راجاپاکسا، دان لارینس، بلیسنګ مضرباني، جورج مونسي، فرید کلاسن، جوروت، رابین اوتاپا، روي بوپارا، حضرت لقمان، چراغ سوري، جیش جیاناني، عاکف راجا، یوسف پتان، راهول باتیا او روزونکی: فیل سایمونز.
د ګلف لوبډله: جیمز وینس (لوبډلمشر) کریس جوردن، کریس لین، شیمرون هیتمیر، تام بینتون، دامینیک دریکز، دیوید ویس، لیام داسن، سی پی رضوان، جیمی آورتون، قیس احمد، ریچارډ ګلیسن، ایلی پاپ، ریحان احمد، وین مدسین، آیان افضل خان، انش تاندون، سانچیت شرما، اشونت ولتپا او روزونکی: اندي فلاور.
د ام آی اماراتو لوبډله: کایرون پولارد (لوبډلمشر)، دوین برافو، نیکولاس پوران، ترینت بولت، اندری فلیچر، عمران طاهر، سمیت پتیل، ویل سمید، باسل حمید، جوردن تامپسن، نجیب الله ځدران، ظاهر خان، فضل الحق فاروقي، براد ویل، بیس دی لید، محمد وسیم، ویریتیا اراویند، ظهور خان، لورکان تکر، جانتن فیګي او روزونکی: شین باند.
د شارجه واریرز لوبډله: معین علي (لوبډلمشر) دیوید مالان، ایوین لیویس، محمد نبي، کریس ووکس، نور احمد، رحمان الله ګاربز، نوین الحق، تام کوهلر کادمور، کریس بینیامین، دني بریګز، مارک دیال، بلال خان، جي جي سمیت, کارتیک میاپان, علي شان شرف, جنید صدیق , محمد جاویدالله او روزونکی: پاول فاربریس.
د یادونې ده، چې د دې لیګ لومړۍ لوبه به د دوبۍ کپیتلز او ابوظبي نایت رایدرز ترمنځ وي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
لوبی
د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.
له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
