Connect with us

لوبی

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن له پېښور زلمي سره یوځای شو

Published

 on

(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۱)

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې د افغانستان تجربه لرونکی تکړه لوبغاړی مجیب الرحمن د پاکستان سوپر لیګ اتم پړاو لپاره له پېښور زلمي سره یوځای شوی دی.

 دی نیوز راپور ورکړی؛ دغه ۲۱ کلن ځوان د دوشنبې پر شپه په ملي لوبغالي کې له پېښور زلمي لوبډلې ته غوره شو.

 مجیب، چې یوه تست لوبه کړې؛ په شل آوریزو لوبو کې یې ښه ریکارد لري.دغه راز نوموړي په ۲۰۵ لوبو کې ۲۲۵ ویکتې اخیستي دي.

مجیب د افغانستان د پخواني نړیوال کرکت لوبغاړي نور علي ځدراڼ وراره دی.

لوبی

د افغانستان او هند تر منځ د کرکت د سیالیو د ځنډیدو خبرونه ورکړ شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۲)

د راپورونو له مخې؛ د هند او افغانستان ترمنځ د ۵۰ آووریز کرکت لړۍ، چې ټاکل شوې وه په روانه  میاشت کې ترسره شي؛ د دواړو هېوادونو د کرکت بوردونو لخوا ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه، چې د سیالیو دغه لړۍ، د درې لوبو په ګډون؛ د جون له ۲۳ څخه تر ۳۰ پورې ترسره شي.

د کریک ترکر او هندي رسنیو د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د اړوند لړۍ ځنډول په‌دې معنا دي، چې هندي لوبډله به په IPL کې د لوبغاړیو له ګډون وروسته خورا اړینه دمه ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ، لوبډله د آسټرالیا پر وړاندې د نړیوال جام “تست” لوبې ته، چې د جون پر اوومه په لندن کې پیلېږي، چمتووالی نیسي.

په لومړي سر کې ټاکل شوې وه، چې له دې لوبې وروسته هند له افغانستان سره لوبه وکړي؛ خو اوس په پام کې ده، چې د جولای پر دولسمه په پیل کېدونکي لړۍ کې له ویست اندیز سره لوبه وکړي.

په هرصورت، د هندوستان کرکت بورد یوه لوړ پوړي چارواکي India.com ته وویل؛ هو! د نړیوال تست سیالیو پای لوبې وروسته دمه ده. مونږ اوس هم هڅه کوو، چې د افغانستان لړۍ دې هم وي؛ خو د اوس لپاره د خپرونو د تړون او د ویست اندیز د سیالیو له کبله ستونزمن ښکاري؛ نو دا د لوبغاړیو لپاره د دمې یو ښه وخت دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لومړۍ لوبه له سریلانکا وګټله  

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه لوبډلې سریلانکا ته پر شپږو ویکتو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۹۸ او رحمت شاه ۵۵ منډې وکړې. فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سریلانکا په ۵۰ آوورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۶۸ منډې یې جوړې کړې. افغانستان ټاکل شوی هدف په ۴۶.۵ آوورونو کې پوره کړ.

د افغانستان لوبډله به راتلونکې لوبه د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي پر ۱۴) له سریلانکا سره ترسره کړي.

Continue Reading

لوبی

چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ (IPL) په پایلوبه کې ګجرات تایتانز ته د پېنځه ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د اړوند پړاو اتلولي یې خپله کړه.

ګجرات لوبډلې د څلورو لوبغاړیو له سوځېدو سره د خپل تکړه توپ‌وهونکي سای سودارسان پر ۹۶ ځواکمنو منډو د ۲۱۵  هغو هدف وټاکه.

دا پایلوبه باید د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې وای؛ خو پرلپسې باران ترسره کوونکي اړ کړل، چې لوبه دوشنبې ورځې ته وغزوي؛ خو لوبه ۱۵ آوورو ته راکښته شوه، چې ورسره هدف هم ۱۷۱ منډې وټاکل شو.

له پچې ګټلو وروسته د چینای لوبډلمشر دوني د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او ډګر یې تر څارنې لاندې ونیوه او ټاکلې موخې ته ورسېدل.

ګوجرات تايتانز لوبډلې تېر کال دغه اتلولي ګټلې وه؛ سږکال پايلوبې ته ووت،؛ خو سيالې لوبډلې ته پر ماته ورکولو بریالۍ نشوه.

په سږني ۲۰۲۳ کال غوره لیګ کې افغان ستوري راشد خان، نوراحمد لکڼوال ګجرات ته، فضل الحق فاروقي له سنرايزر حیدرآباد سره، نوين الحق له لکنو سوپر جايانتز او رحمان الله ګوربز له کلکته نايت رايدرز سره ولوبېدل او هر یو ښه وځلېدل.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!