تازه خبرونه
د کندهار سپین بولډک له لارې د افغان کډوالو راستنېدا زیاته شوې
د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اپریل له لومړۍ راپدېخوا شاوخوا ۵۰ زره افغانان د سپین بولډک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال د کندهار سپین بولډک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اپریل له لومړۍ راپدېخوا شاوخوا ۵۰ زره افغانان د سپین بولډک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
چارواکو ویلي؛ په دې موده کې ۹ زره ۳۴۷ کورنۍ او ۳ زره ۶۵۰بندیان هېواد ته راستانه شوي، چې دې ټولو ته اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي. دوی د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د کډوالو یوه لنډمهالي کمپ ته لېږدول شوي دي.
د چارواکي وایي؛ راستنیېونکو ته د سرپناه، خوړو، درملو اود څښاک پاکو اوبو په ګډون ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
یو شمېر راستنېدونکي افغان کډوال له حکومت څخه غواړي، چې دوی ته سرپناه او دندې برابرې کړي. په داسې حال کې، چې دوی د پاکستانيو ځواکونو لخوا له بشپړ ناوړه چلند څخه هم شکایت لري.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو ځواکونو د دوی پر کورونو چاپې ووهلې، قیمتي شیان او پیسې یې ترې واخیستې او بندیان یې کړل.
چارواکو د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر لومړۍ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهیم پړاو پیل کړ. دا یو داسې کړنه ده، چې له سختو نړیوالو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه.
