تازه خبرونه

د  کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لرونکي د امریکا د کډوالۍ د ځنډولو په اجرائیوي حکم کې شامل ندي

د سي این این د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه یادښت کې راغلي؛ د هغو کډوالو الوتنه، چې غوښتل یې امریکا ته سفر وکړي لغوه شوې ده.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې پر ورځ د کډوالو د منلو داخلې پروګرام وځنډاوه؛ خو دا ځنډ د ځانګړو مهاجرتي ویزو (اس‌آی‌وي) لرونکو لپاره د پلي کېدو وړ ندی.

د سي این این د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه یادښت کې راغلي؛ د هغو کډوالو الوتنه، چې غوښتل یې امریکا ته سفر وکړي لغوه شوې ده.

له دې پرېکړې سره د افغانستان، کانګو، وینزویلا، سوریې او برما د اتباعو په ګډون امریکا ته د ۱۰ زره کډوالو سفر لغوه شوی دی.

سي این این د یوه امریکایي چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ له ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال، چې نیت لري امریکا ته سفر وکړي دا مهال په دوحه کې استوګن شوي او نور ۱۰ زره په پاکستان کې دي.

دې چارواکي زیاته کړې؛ په دې خلکو کې هغه کسان هم شته، چې د مهاجرت ځانګړې ویزه (SIV) نلري.

که څه هم د جګړې د وخت د متحدینو ټولنې رییس کیم سټافیري، چې په امریکا کې د افغان او عراقي کډوالو د بیا میشتیدنې لپاره کار کوي؛ ویلي د ټرمپ امر دا اندېښنې راپورته کړي، چې د SIV پروګرام به هم ودرول شي.

Trending

Exit mobile version