Connect with us

تازه خبرونه

د یوناما مشرې د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره د مخه ښۍ لیدنه وکړه

په دې ناسته کې هغې د کلتوري میراث او د هغې د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ؛ ملي آرشیف او ملي موزیم یې د افغانستان د تاریخ او کلتور خزانې ګڼلي دي.

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په درشل کې د اطلاعاتو او کلتور له وزیر تودیعي ناسته ترسره او د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې یې د اړوند ادارو، په ځانګړي توګه د یونسکو له همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په دې ناسته کې هغې د کلتوري میراث او د هغې د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ؛ ملي آرشیف او ملي موزیم یې د افغانستان د تاریخ او کلتور خزانې ګڼلي دي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د یوناما مشر د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې د اړوندو ادارو؛ په ځانګړي توګه د یونسکو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه وایي: “افغانستان د سیمې یو له شتمنو هېوادونو څخه دی، چې زرګونه تاریخي ځایونه او لرغوني آثار لري او دا تاریخي ځایونه او کلتوري آثار د افغانستان هویت دی.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د کلتوري میراث ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره لومړیتوب دی.

د مخه ښۍ په دې لیدنه کې اوتونبایوا په کال کې یو ځل کتاب نندارې ته ورته د کلتوري پروګرامونو پر تنظیمولو وړاندیز هم وکړ، چې خلک په ځانګړي توګه د ځوانانو ذهنونه روښانه کړي.

یو شمېر کلتوري شخصیتونه وايي، چې د کلتوري میراثونو او تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې د نړیوالو ټولنو همکاري اړینه او اغېزمنه ده.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت د افغانستان د لرغونو آثارو ساتنې ته ژمن دی او په تېرو څلور کلونو کې یې د افغانستان د تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

تازه خبرونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه

دا طرحه د چارشنبې پر ورځ د اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې وړاندې شوه.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په هېواد کې د سوالګرۍ پدیدې د مدیریت هر اړخیزه طرحه د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو له استازو سره شریکه کړې ده.

دا طرحه د چارشنبې پر ورځ د اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې وړاندې شوه.

په دې غونډه کې د سوالګرۍ پدیدې د مخنیوي لپاره پر دوامدارو لارو چارو او په دې برخه کې د اسلامي امارت پر هڅو خبرې وشوې.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د مسلکي زده‌کړو، مشروطو نغدي مرستو او د اړمنو کسانو د اقتصادي پیاوړتیا له لارې د سوالګرۍ پر کمولو ټینګار وشو، چې هغوی ته د دوامدار او باعزته ژوند زمینه برابره شي.

د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو استازو هم له وړاندې شوې طرحې هرکلی کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسي شرکتونه دې د کانونو، صنعت او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي – ملا برادر

ملا برادر دا غوښتنه د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د ګډو پانګونو لپاره پراخې اقتصادي وړتیاوې لري.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له روسي شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان د کانونو، صنعتي کارخونو او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي.

ملا برادر دا غوښتنه د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د ګډو پانګونو لپاره پراخې اقتصادي وړتیاوې لري.

نوموړي ویلي؛ افغانستان چمتو دی، چې له کورنیو شریکانو سره پر همکارۍ د روسي شرکتونو پانګونې ته ښه راغلاست ووایي.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ د کانونو استخراج، د صنعتي کارخونو جوړول او پراختیا، د بېخبناوو پراختیا او د ځانګړو اقتصادي سیمو جوړول د پانګونې مهم فرصتونه دي.

ملا برادر د نړیوالو معیارونو له مخې د صنعتي پارکونو جوړول، د ګډو ځانګړو اقتصادي سیمو رامنځته کول، د وچو بندرونو جوړول او د سوداګریزو بېخبناوو پراختیا هم د ګډې پانګونې له مهمو برخو وبللې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې افغانستان له روسیې سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ کچې تر ټولو لوړې کچې ته د لوړولو غوښتونکی دی او د سوداګرۍ آسانتیاوې او د پانګونې پراختیا یې د دې موخې لپاره مهمې بللې دي.

نوموړي د افغانستان سټراټیژیک موقعیت، بډایه طبیعي زېرمې او د کار په عمر کې شاوخوا ۲۴ میلیون وګړي د هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه یاد کړي او څرګندوي، چې دغه ظرفیتونه د بهرنیو پانګوالو لپاره د صنعت، کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي ودې په برخو کې د پام وړ فرصتونه برابرولی شي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې افغانستان د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې د سوداګرۍ او اقتصاد د پیاوړتیا هڅې کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

عراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي

د عراق پارلمان رییس هیبت الحلبوسي د چارشنبې پر ورځ د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد پر امنیتي ادارو او تېلو وزارت نیوکه وکړه او د عراق د تېلو د سرچینو د قاچاق د مخنیوي په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.

Published

on

 

د عراق پارلمان رییس د هغو استخباراتي راپورونو د څېړلو لپاره د لنډمهالې څېړنیزې کمیټې د جوړولو امر کړی، چې ښايي د کرکوک او کردستان سیمې تېل د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.

د عراق پارلمان رییس هیبت الحلبوسي د چارشنبې پر ورځ د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد پر امنیتي ادارو او تېلو وزارت نیوکه وکړه او د عراق د تېلو د سرچینو د قاچاق د مخنیوي په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.

د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې؛ استخباراتي معلومات ښيي، چې ښايي د تېلو له بډایه سیمو؛ کرکوک او کردستان څخه تېل د ایران له سرحدي دروازو څخه د افغانستان پر لوري ولېږدول شي.

الحلبوسي دغه موضوع جدي بللې او ټینګار یې کړی، چې مسوولې ادارې باید د تېلو د سرچینو د ساتنې او د هېواد د پولو د کنټرول په اړه ځواب‌ویونکې وي.

د عراق پارلمان د معلوماتو له مخې؛ څېړنیزه کمیټه به د پارلمان د امنیت او دفاع د کمیټې د رییس پر مشرۍ او د تېلو او ګاز، مالي، حقوقي، اداري او سرحدي دروازو د چارو د کمیټو د استازو پر ګډون جوړه شي. دغه کمیټه به شته معلومات وڅېړي او د خپلو څېړنو پایلې به د پارلمان مشرتابه ته وړاندې کړي.

په بابل کې د تېلو د غلا په اړه جلا څېړنه

دغه راز به د عراق پارلمان د بابل ولایت په جرف‌النصر سیمه کې د دولتي لېږد رالېږد له نل‌لیکو څخه د تېلو د احتمالي غلا په اړه هم استخباراتي راپورونه وڅېړي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي، چې ښايي د ټانکرونو پر مټ تېل لېږدول شوي وي؛ خو د بابل والي علي ترکي الجمالي د خپرو شویو معلوماتو یوه برخه رد کړې او څرګندوي، چې لږ تر لږه له یادو شویو ځایونو څخه یو یې د امنیتي ځواکونو د سون‌توکو د برابرولو رسمي مرکز و.

همدارنګه د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي په جرف‌النصر کې د تېلو د محصولاتو د غلا د ادعاوو د څېړلو لپاره د یوې بلې کمیټې د جوړولو امر کړی دی.

پارلماني کمیټه به په کردستان کې د خور مور د ګاز پر ډګر وروستی برید هم وڅېړي؛ هغه برید، چې د ګاز تولید او د برښنا د برابرولو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی و.

دا ادعاوې تائید شوې نه‌دي

عراقي چارواکو تر اوسه د افغانستان پر لوري د تېلو په احتمالي قاچاق کې د ښکېلو کسانو هویت، د لېږدول شویو تېلو اندازه او د هغوی وروستي منزل ته رسېدل  تائید کړي نه‌دي.

ویل کیږي، چې له کردستان څخه د تېلو د احتمالي قاچاق او په جرف‌النصر کې د تېلو د محصولاتو د غلا دوه قضیې به هم وڅېړل شي او تر اوسه د دواړو ترمنځ کومه اړیکه ثابته شوې نه‌ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!