تازه خبرونه
د یوناما مشرې د افغانستان په اړه د قزاقستان له چارواکو سره وکتل
د یوناما مشره اوسمهال د یوه پلاوي پر مشرۍ په قزاقستان کې ده او ټاکل شوې، چې په “آستانه نړیوال فورم” کې، چې د روانې میاشتې غبرګولي اتمه او نهمه/ د می نهه ویشتمه او دېرشمه ترسره کیږي، ګډون وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا او د مخدره توکو او جرمونو په اړه د دې بنسټ سیمهییز دفتر استازي الیور سټولپ د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال آکان رخمتولین سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه رسنیزه خبرپانه کې ویلي، چې په دې غونډه کې “ثبات، دوامداره پراختیا او په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه” د بحث مهم موضوعات ول.
د یوناما مشره اوسمهال د یوه پلاوي پر مشرۍ په قزاقستان کې ده او ټاکل شوې، چې په “آستانه نړیوال فورم” کې، چې د روانې میاشتې غبرګولي اتمه او نهمه/ د می نهه ویشتمه او دېرشمه ترسره کیږي، ګډون وکړي.
یوناما تر اوسه د غونډې او بحثونو په اړه څه ندي ویلي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: “دواړو خواوو د روغتیا، تعلیم، بېخبناوو او کارموندنې په برخو کې د ثبات او دوامداره پراختیا په برخه کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو له دفتر سره د قزاقستان د همکاریو او همدارنګه په الماتا کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د سیمهییز مرکز د پرانستلو په چوکاټ کې پر احتمالي ګډو پروژو پراخ بحث وکړ.”
د قزاقستان د بهرنیو چارو لومړي مرستیال په غونډه کې یادونه وکړه، چې د هغه هېواد په دوامداره توګه افغانستان ته بشري ملاتړ چمتو کړی او د خوړو، اړینو توکو، درملو رسولو او همدارنګه په تعلیمي پروژو کې مرسته تر سره کړې ده.
د یادونې ده، چې په دې سیمهییزه غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او مسایلو تمرکز وشي.