تازه خبرونه

د ۱۴۰۵لمریز کال د کانکور پایلې اعلان شوې؛ راشد د پهلوان زوی، د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ

د لوړو زده‌کړو وزارت د جذب د پلان له مخې، ۷۴ زره او ۵۰۰ کسان به د هېواد دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته د زده‌کړو د دوام لپاره ور وپېژندل شي.

Published

on

 

د آزموینو عمومي ادارې نن (دوشنبه د چنګاښ پېنځلسمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوې غونډه کې د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د عمومي کانکور، د دیني مدرسو، د شپنیو پوهنځیو، د څوارلسمو ټولګیو، له هېواده بهر فارغانو او د کوچیانو د کانکور آزموینو پایلې اعلان کړې.

د عمومي کانکور د پایلو له مخې، د پروان ولایت راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ.

د کونړ ولایت انعام‌الله د شېرزمان زوی، د ۳۵۸.۰۹۳۷ نمرو پر ترلاسه کولو دوه‌یم مقام خپل کړ.

د پکتیا ولایت عبدالهادي د عبدالرحمن زوی د ۳۵۶.۹۶۷۹۱ نمرو پر ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.

د میدان وردګ ولایت محمد ایمن، د محمد بشیر زوی، د ۳۵۶.۹۶۷۹۰ نمرو په ترلاسه کولو څلورم مقام خپل کړ.

د میدان وردګ ولایت بسم‌الله جان د محمد عمر زوی د ۳۵۶.۸۵۷۹ نمرو پر ترلاسه کولو پېنځم مقام خپل کړ.

د دیني مدرسو د فارغانو له ډلې د غور ولایت عبدالمجید د ۳۲۷.۱۹ نمرو پر ترلاسه کولو لومړی مقام، د بدخشان ولایت خالد د ۳۲۰ نمرو پر ترلاسه کولو دوه‌یم مقام او د لغمان ولایت حامد د ۳۱۹ نمرو پر ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.

د آزموینو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال عمومي کانکور په څلور پړاوونو کې واخیستل شو، چې نږدې ۱۲۰ زره داوطلبانو په کې ګډون کړی و.

د لوړو زده‌کړو وزارت د جذب د پلان له مخې، ۷۴ زره او ۵۰۰ کسان به د هېواد دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته د زده‌کړو د دوام لپاره ور وپېژندل شي.

د آزموینو عمومي ادارې زیاته کړې، د کانکور بهیر داسې تنظیم شوی و، چې د هېواد پر کچه ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته د ګډون برابر فرصت برابر شي. د همدې مهالوېش له مخې، په لومړي پړاو کې د ۱۵ ولایتونو، په دوه‌یم پړاو کې د ۱۸ ولایتونو، په درېیم پړاو کې د کابل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغانو او په څلورم پړاو کې د مخکنیو پړاوونو ناحاضرو داوطلبانو، له هېواده بهر فارغانو، د کوچیانو، د کابل د دیني مدرسو او د څوارلسمو ټولګیو د فارغانو آزموینې واخیستل شوې.

د دې ادارې د مسوولانو د څرګندونو، د کانکور ټول څلور پړاوونه په منظم ډول، له روڼتیا او اغېزناک مدیریت سره او له کومې ستونزې پرته ترسره شول. د دوی په خبره، دغه بهیر د اړینو معیارونو له مخې په منظم، روڼ او د باور وړ ډول مدیریت شو، چې د آزموینو پر بهیر یې د داوطلبانو باور نور هم پیاوړی کړ.

د آزموینو ملي اداره وایي؛ د ۱۴۰۵لمریز کال عمومي کانکور د هېواد له مهمو آزموینو څخه و، چې د روڼتیا، عادلانه ارزونې او اغېزناک مدیریت پر بنسټ په بریالیتوب ترسره شو. د پایلو له اعلان سره به لسګونه زره ځوانان د هېواد د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته بریالي شي او په بېلابېلو علمي څانګو کې به د زده‌کړو فرصت ترلاسه کړي.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولانو هم خبرې وکړې؛ د آزموینو عمومي ادارې له هڅو یې ستاینه وکړه، بریالیو داوطلبانو ته یې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې له دې فرصت څخه د خپلو وړتیاوو د لوړولو او د هېواد او خلکو د خدمت لپاره اغېزناکه ګټه واخلي.

Trending

Exit mobile version