تازه خبرونه
د ۲۰۲۵ کلنی راپور؛ یونیسف اړینو چوپدتیاوو ته د میلیونونو افغان ماشومان له لاسرسي خبر ورکړ
د راپور له مخې؛ د یونیسف تر ملاتړ لاندې مرکزونو له لارې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو، چې ۵.۶ میلیون ماشومان هم په کې دي؛ د دې بنسټ د لومړنیو روغتیايي پاملرنو له چوپړتیاوو څخه ګټه اخیستې ده.
یونیسف د ۲۰۲۵ ز. کال په خپل کلني راپور کې د افغانستان پر کچه ماشومانو او کورنیو ته د چوپړتیاوو له وړاندې کولو خبر ورکړی او همهاله یې شته پېچلو ننګونو ته هم نغوته( اشاره ) کړې ده.
د راپور له مخې؛ د یونیسف تر ملاتړ لاندې مرکزونو له لارې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو، چې ۵.۶ میلیون ماشومان هم په کې دي؛ د دې بنسټ د لومړنیو روغتیايي پاملرنو له چوپړتیاوو څخه ګټه اخیستې ده.
دغه راز ۱۰ میلیون ماشومان او میندې د تغذیې له اړینو توکو او چوپړتیاوو برخمن شوي، چې د خوارځواکۍ او ناروغیو په کمولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
د زدهکړې په برخه کې ۴ میلیون ماشومانو په ښوونځیو کې د ټولنې پر بنسټ ښوونیزو بېړنیو پروګرامونو، درسي او ښوونیزو توکو ته لاسرسی موندلی دی.
یونیسف دا هم ویلي، چې ۲.۷ میلیون کسان د څښاک له پاکو اوبو، حفظالصحې او روغتیایي بېړنیو چوپړتیاوو څخه برخمن شوي دي.
دې ادارې د ملاتړ کوونکو او تمویلونکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې او ټینګار کوي، چې دغه لاسته راوړنې له ګډ کار پرته ممکنې نهوې.
په راپور کې راغلي، چې دا پرمختګونه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي توګه د ماشومانو، د ستونزو پر وړاندې د زغم او ملاتړ څرګندونه کوي.